نو ځکه خو جنسیت پکښې دخیل نه دی او هیڅ اغیز نلري هماغه ډول چې سړی کولای شي چې مجتهد شي او د اجتهاد علمونه او فنونه زده کړي ښځه هم کولای شي.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د ښځو او د کورنیو د علمي او څیړنیز پلاوي غړي حجت الاسلام و المسلمین مهدي سجادي امین د تلې د میاشتې په دوهمه نیټه د ښځو، فتوا او د مرجعیت په علمي غونډې کښې چې د خویندو د حوزې د ښځو او د کورنیو د څیړنیز مرکز لخوا ترسره شوه وویل: لومړۍ چې د ښځو د مرجعیت په هکله په مطالعې بوخت شوم نو دغه پوښتنه راته پیدا شوه او هغه دا چې د ښځې په مرجعیت قائلان په دغه دلیل استناد لري چې د ټولو مرجع چارو پوښښ نه دی.
مثلا ځینې د عقلا په سیرت استناد کوي او مراجعه کوي او وايي عالم ته د جاهل ورتلل او متخصص ته د غیر متخصص رجوع کول په جنسیت کښې موضوعیت نلري او په دغه دلیل او نورو دلیلونو سره نیت لري مرجعیت ثابت کړي او هغه کسان چې مرجعیت د ښځو لپاره جایز نه ګڼي بیا هم په یوه دلیل استناد لري چې د ولايي شان د مرجع په شان په چارو څارنه ده.
هغه په دې خبرې سره چې مونږ د قران کریم په ایتونو او روایتونو کښې د تقلید د مرجع په نوم هیڅ شی نه لرو زیاته کړه نو ځکه خو د تقلید د مرجع عنوان یوه نوي چاره ده چې په اوسنیو مراجع عظامونو کښې رامینځته شوي ده او په شرعي دلیل کښې هم د واکمن ، ولي او سرپرست وغیره وغیره په شان نومو سره راغلي دی؛ پر دې اساس باید د ولايي او د غیر ولايي چارو ترمینځ فرق ته قائل شو یعني د تقلید د مرجع پرغاړه یوشمیر مناسک او مسوولیتونه شته چې ولايي چارې دي لکه مشرۍ ، امامت او سرپرستۍ وغیره وغیره ...... البته په فقه کښې لومړنی اصل په بل فرد یا افرادو باندې د عدم ولایت دی او څوک په نورو چارو کښې د تصرف حق نلري مګر دا چې د هغه لپاره خاص دلیل ولري.
د خویندو د حوزې د ښځې او د کورنۍ د څیړنیز مرکز د علمي پلاوي غړي په دې خبرې سره چې خدای پاک د خالقیت او د ربوبیت ذاتي ولایت لري او مونږ د هغه بندګان یوو نو ځکه خو پر مونږ باندې تکویني او تشریعي ولایت لري ډاګینه کړه که چیرې پیغمبر او یا کوم امام د ولایت ادعا وکړي باید دلیل ولري نو ځکه خو یې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص په هکله فرمایلي دي النَّبِيُّ أَوْلَىٰ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ ۖ او د ائمه معصومین علیهم السلام په هکله هم من کنت مولاه فعلی مولاه لرو؛ ولایت فقیهانو په هکله دوه نظرونه شته چې ځینې د امام خمیني رحمت الله علیه په شان قائل دي چې د فقیه لپاره د ولایت د اثبات لپاره خاص دلیل لرو.
هغه ټینګار وکړ: زه په مطالعې کښې دغه نتیجې ته ورسیدم چې جنسیت په ولایت کښې اغیز لري او د هغه لپاره مفصل دلیل هم لرو او په دې هکله یوشمیر اصول او الفاظ بیان شوي دي.
د ښځو د فتوا او د مرجعیت د کتاب لیکوال په دې خبرې باندې ټینګار سره که چیرې سړی کولای شي د تقلید مرجع شي او ښځه نشي کولای نو هغه د سړي د ډیر الهي قرب او د هغه د برترۍ په معنا نه دی وویل معیار له جنسیت څخه ورهاخوا تقوا ده او تفاوت د خدای پاک د پلانونې رول دی پر دې اساس په دیني نصوصو کښې د ښځې لپاره ولايي منصبونه ثابت نه دي او په اسلام کښې د ښځې او د سړي ترمینځ د ټولو حقوقو تفاوت دغه موضوع ته ورستیږي.
فتوا ولايي شان دی
سجادي امین زیاته کړه د تقلید د مرجع یوه مهمه چاره فتوا ده؛ یعني داسې کس چې پرله پسې کلونه په دیني حوزه کښې درس ووايي او فقې او مرجعیت ته په اړونده بیلابیلو علمونو کښې متخحص شي او د اجتهاد قدرت ولري چې په نهایت کښې وکولای شي فتوا ورکړي او حکم استنباط کړي؛ د فتوا مسله ولايي شان نه دی نو ځکه پکښې جنسیت دخیل نه دی او هیڅ اغیز نلري او هماغه ډول چې سړی مجتهد کیدلای شي او د اجتهاد علمونه او فنونه زده کړي ښځه هم کولای شي څرنګه چې په طب او بیلابیلو کارونو کښې هم ښځه او هم سړی کولای شي فعالیت وکړي.