یو هغه ناخوښ چلند چې د نورو د بې اعتباره کولو لپاره یوه ډله ورڅخه ګټه پورته کوي، ملنډه وهل یا مسخره کول دي. مسخره کول او یا ملنډو وهل د ژبې ډيره بده او ځيږه او سپکه ناروغي ده چې په انساني ټولنې کې د دښمنئ د راپورته کیدا او د غچ اخستو د ګروهنې په څ ير نتیجې په ځان پسې لري او یووالی له مینځه وړي.
د اخلاقو عالمان د مسخرې او ملنډو وهلو څخه مقصد ،د خلکو دخندولو لپاره دنورو د نیمګړتیاؤ یا نقص یا د یوصفت یا خبرو اوکردار تقلید او نقل کول بللي دی.نو د مسخرې کولو حقیقت له دوو برخو جوړ شوی دی. یعني دنورو تقلید او نقل کول اود نورود خندولو نیّت. د نورو د عزت اواحترام پر حریم تیری او د هغوي سپکاوی هغه په هره بڼه وي، د شرعې او عقل له خوا ئې نفي شوې ده . قرآڼ کریم او روایتونو دغه شان چلند سخت منع کړی او نفي ئې کړې ده. خدا وندمتعال په قرآن کریم کې فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ»(الحجرات/11) ائ هغه شان کسانو چې ایمان مو راوړی دی، له تاسو هیڅ یوه ډله دې پر نورو مسخرې نه کوي،شاید هغه دوهمه ډله له اول ډلې یعنی له ملنډو وهونکو څخه لا ښه وي او ښځې دې پر نورو ملنډې نه وهي . شاید هغه له دوي لا ښې وي: همداراز په قرآن کریم کې د الهکف سورې په ۴۹ آيت کې هم راغلي دی ؛ وَ وُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَٰذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا ..»(الکهف/49) ؛ او دعملو لیسټ ورکول کیږي، نو ګناهګار به په ویرې او وحشت سره له هغه څه چې په کې لیکل شوي دی ورته ګوري او وائي ؛ پر مونږ دې واي وي دا څه لیک دی او یا دا څه عملونه دي چې هیڅ واړه اولوي پکې بخښل شوي نه دي ،مګر دا چې ټول ئې شمیرلي دي.:
مسخره او ملنډه که د یوه کس په نه شتون کې او د هغه د پټو عیبونو په باب وئيل کیږي،د ملنډو پر حلکم سربیره، دا دغیبت په حکم کې هم راځي چې د ژبې په ډيرو ګناهانو کې یوه لویه ګناه ده . ددغې ناروغۍ ددرملنې لپاره باید د دوي په بدو اوسپيرو نتیجو غور وشي. مسخره کول ، ددنیا ددښمنۍ تومنه او د آخرت د عذاب اوښکیلیدا زمینه ده . مسخره او ملنډې وهل د خوار او ذلیل کیدا سبب کیږي او انسان له خپل مقام اوځائيګي نسکوروي او ګواګې انسان له هماغه شي سره چې د مسخرې او ملنډې بریا دی مخامخ کوي. تاریخ ښئ چې یوه ورځ د مروان پلار حکم په رسول الله (ص) پسې روان شو او د هغه بزرګوار په لارې دتلو په وخت ئې پر هغه د ملنډو وهلو په نیّت د هغه بزرګوار د تلو په نقل کولو سره روان ؤ ،تر دې چې رسول الله بزرګوار ورته متوجه شو او وې فرمائيل؛ له خدایه غواړم همداسې لکه چې ئې پاتې شې : په دې جملې سره حکم د پارکینسن ناروغۍ اخته شو او د عمر تر وروستیو پورې په دغه مرض ککړ ؤ.