IQNA

په مدینې کې د قرآڼ څه دپاسه ۳۰۰میلیون نسخې چاپ شوې

13:41 - October 27, 2024
د خبر لمبر: 3490068
ایکنا- د عربستان د ملک فهد کمپلیکس د خپل تاسیس له وخت راهسې یعني له ۴۲کلونو راهسې تر اوسه پورې دنیا په ژوندیو لسګونو ژبو په ترجمې سره د قرآ څه دپاسه ۳۰۰ میلیون نسخې  چاپ او خپرې کړي ډي.

ایکنانیوز د ویټو ګیټ له قوله راپور راکړیو د عربستان د پاچا ملک فهد بن عبدالعزیز کابو ۴۲ کاله مخکې په مدینې کې د ملک فهد قرآن کریم د چاپ  د کمپلیکس  بنیادي تیږه کیښودله.

دغه ودانۍ په مدینې کې د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر په ۳۰ نیټه افتتاح شوه او تراوسه پورې له څه د پاسه څلورو لسیزو وروسته اوس په نړۍ کې اوس د قرآن کریم د چاپ ترټولو لوي مرکز باندې بدل شوی دی.

دغه ټولګه په سعودي عربستان کې د اوسمهال یو ترټولومهم دیني او کلتوري مرکز دی چې په درستې نړۍ کې په تیره بیا په سالامی هیوادونو کې ئې په مختلفو روایتونو سره د قرآن کریم د صحیح نسخو په چاپولو او ویشلو کې مهم  رول ئې درلودلی دی.

 دغه ټولګه د قرآڼ کریم د چاپ او خپرونې او همداراز په مختلفو ژبو باندې د الهي پیغام ترجمه کول او قرآني علومو د چاپ او خپرونې لپاره په یوه مرجع  بدله شوې ده.

 پر چاپ د څارنې سسټم کې هم څو مرحلې شاملیږي، چې پر لومړني کنټرول او څارنې سربیره، د چاپ وخت او د نهائي نمونو په ارزونې کې  کنټرولول او څارنه پکې شامله ده.

د نظارت د مرکز ترڅنګ د قرآن کریم د  ترجمې مرکز هم په مختلفو ژبو باندې د کلام وحي د ژباړې دنده هم په غاړه لري. دغه اقدام د  هغو مسلمانانو لپاره د قرآن کریم ددرک د آسانولو په خاطر  ترسره کیږي عربی ژبه نه پيژندي،یو داسې اقدام چې د خداوندمتعال ټولو بندګانو ته د الهي پیغام درسولو لپاره  دپیغمبر اکرم (ص) د سپارښتنو په لړ کې  دی.تر اوسه پورې په دغه مرکز کې د نړۍ د څه د پاسه ۷۲ژبوباندې د قرآن کریم ژباړه شوې ده. په دغو ژبو کې ۳۹آسیائي ژبې ، ۱۲اروپائي ژبې او ۱۹ افریقائي ژبې شاملې دي. همداراز دغه کمپلیکس   په  اوو ژبو باندې ۱۲ ویب سایټونه لري چې  د قرآن کریم دچاپ ، خوشخطۍ ، د قرآن د تاریخ ، تفسیر،ترجمې  او قرآني علومو  وړاندې کوي.

د غږ په بڼه کې او د غږ په لارښونې  سره د قرآن کریم د زده کړې لپاره  هم په ۱۴ ژبو ویب سایټونه  فعال دي . په دغه ویب سایټونو کې  په انګریزي ، فرانسیسۍ ، آسپانیائي، انډونیشیائي ، اردو، آلبانیائي ،  اورومو ،اویغوري، پشتو ، براهو ،بنګالي ، یوسنیائي ، تامیلي ، ترکی، سومالیا، چیني ،فارسي، قزاقستاني ،کوریائي، مالار او هوسا په ژبو  د قرآن کریم ژباړې  شاملې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4244344

captcha