IQNA

په قرآن او سنت کې علمي معجزې په  پریکنده ډول اثبات شوي دي

10:00 - October 28, 2024
د خبر لمبر: 3490071
ایکنا – د مصر د ماډرن عملي معجزو د ټولنې افتخاري مشر په قاهرې کې په یوه سمینارکې ټينګار وکړ،په قرآن  کریم او سنت کې علمي معجزې، خلک دعلم  په ژبې سره  مخاطب کوي  او په اوسمهال کې په چورلټ ډول اثبات شوي دي.

ایکنانیوز د الدستور له قوله راپور راکړی، د د مصر د نوي علمي معجزو د ټولنې  افتخاري مشر او مرستندوئې او نړیوالې اسالمی شورا عمومی منشي عبدالله بن عبدالعزیز مصلح د مصر د ماډرن علمي معجزو د ټولنې  په لومړني  نړیوال علمي سمینار کې  چې د الازهر پوهنتون په څارنې او  په قاهرې کې د مسلمانو عالمانو په شتون سره  ترسره کیږي،،ووئيل؛ په قرآن او سنت کې علمي معجزې خلک د علم په ژبې سره مخاطب کوي او  ورسره  د برهان او دلیل په اساس، استدلال کوي، علمي حقایق  د قرآن او سنت د عملي معجزو لپاره  داعتماد وړ شاهد دي.

هغه پر مسلمانو عالمانو غږ وکړ، د ډول ډول نفساني خواهشاتو او شکونو په رامینځةکونکي زمانې کې  پخپل رول عمل وکړي او ټينمګار ئې وکړ،په قرآن او سنت کې علمي معجزې ، په اوسمهال پړاؤ کې په چورلټ ډول اثبات شوي دي.

په قاهرې کې د مصر د نوي علمي معجزو د سمینار مشر علی فواد مخیمر هم ووئيل، قرآن کریم  په آسمانونو او مځکې کې د کشف شوو علمی حقایقو  او د دهغو د نتیجو  په باب  له هغو اشارو او نښو نښانو ډک دی چې  د نوو تجروبی علومو په وسیله  اثبات شوي دي.

 هغه د اسلام د دښمنانو  شک اوشبهاتو ته د ځواب لپارهچې د مسلمانو ځوانانو د عقایدو دلړزانتیا  په موخې ئې  مطرح کوي، علم ته د مخه کولو پر اهمیّت ټينګار وکړ او روښانه ئې کړه، خداوند سبحان ډير آیتونه نازل کړی دي چې د علم او ټیکنالوجۍ په زمانې کې د هستۍ له حقایقو او  د معرفتی علومو او مخلوقاتو په باب خبرې کوي؛ له دې پرته چې  له هغو یوه کلمه حذف او یا ئې له جزئیاتو سره  مخالفت وکړي.هغه ټينګار کړی،په دغې زمانې کې  علمی معجزې  په نوي علم کې د اثبات شوو علمی حقایقو ته په پام سره زیاتیدونوکی اهمیّت پیدا کوي او قرآن  څه دپاسه یوزر څلور سوه کاله کیږي، چې د علمي حقایقو په کشفونې کې مخکښ دی.

د وئيلو ده  په قرآن او سنت کې د علمی معجزو   لومړنی نړیوال سمینار  د الازهر پوهنتون په ملګرتیا  او د ماډرن علمی معجزو د ټولنې په همت سره ، له شنبې ورځې راهسې په قاهرې کې ښپیل شوی او  تر پرون ناوخته پورې ئې دوام درلود.

په دغه  علمي سمینار کې  شپږ علمي ناستې  وشوې او په هغو کې  هغه ۲۱څیړنیزې مقالې  چې  په قرآن او سنت کې ئې  دعلمي  معجزو  مختلف اړخونو ته پوښښ ورکوي،  بحث او ارزونې وشوې .

https://iqna.ir/fa/news/4244413

 

captcha