IQNA

هندوستان د ؛شیطاني آیتونو؛نومې کتاب ممنوعیّت لغوه کړ

15:50 - November 09, 2024
د خبر لمبر: 3490131
ایکنا- له درو لسیزو وروسته هندي توکمه بریتانوی افراطی  لیکوال سلمان رشدي  لیکل شوی ؛د شیطاني آیتونو؛نومې کتاب  چې، په هندوستان کې ورباندې بندیش لګیدلی ؤ،دغه ممنوعیّت ئې لغوه شو.. دغه اقدام به په زیات احتمال سره  د مسلمانانو  په تیره بیا دهند د مسلمانانو سخته غوسه راوپاروي.

ایکنانیوز د یورونیوز له قوله راپور راکوي،د نومبر په پنځمه په هغې  دوسیې کې چې  په ۲۰۱۹ کال کې پرانیستل شوې وه، او  یوه کس هندوستان ته د شیطاني آیتونو نومې کتاب  د واردولو  نیّت درلود،دهندوستان  سپریم کورټ  ددغه هیواد حکومت ته  ووئيل،هندوستان ته د  شیطاني آیتونو نومې کتاب یا (سټینک ورسیس) د وارداتو باندې په ممنوعیّت  مشتمل حکومتي فرمان  دارزونې وړ نه دی، پر دې اساس  دا د ممنوعیّت د دوام لپاره  نشي وړاندې کولی.

یورونیوز  په دې باب لیکلي دي،   دغه ممنوعیت  دهغه اپیل موضوع وه چې په ۲۰۱۹کال کې د  دسانډیپن خان  په نامې سره یو  کس  د ډیلي لوړې محکمې ته د ګمرکاتو او غیر مستقیم مالیاتو مرکزی پلاوي په ضد  وړاندې  کړې ده.

سنډیپن خان ددغه پلاوي  د ۱۹۹۸ کال د فیصلې  قانوني اعتبار  چې  دکفری محتوا په دلیل د سلمان رشدي  ناول  واردات  د هند د ۱۹۶۲ ګمرکي قانون په اساس ممنوع  شوی ؤ، له چیلنج سره مخ کړ. د قانونی سندونو په اساس، سنډيپن خان  له قضائي ادارې غوښته  کړې   د هغې فیصلې یوه نسخه چې  د کتاب واردات ئې ممنوع کړي وو،  هغه ته وښئ، خو هغه ته اطلاع ورکړل شوه چې  دغه سند ونه موندنل شو .

هندوستان په ۱۹۸۸کال  کې لومړنی هیواد ؤ چې    اسلام  او د اسلام پیغمبر (ص) ته سپکاوی کونکی دغه ناؤل  ئې  ممنوع اعلان کړ او په دوام کې  حضرت  امام خمیني دد لیکوال د مهدورالدم فتوا صادره کړه  او په مختلفو هیوادونو کې  په تیره بیا د هندوستان او پاکستان د مسلمانانو له خوا پراخ اعتراضونه او سترې مظاهرې ترسره شوې.

 دهندوستان سترې محکمې همداراز وئيلي دي، په هغه وضعیّت کې چې د نوموړي کتاب د  وارداتو پر ممنوعیّت  مشتمل حکومتي فیصله نشته، ددې لپاره بله ټاکنه نه پاتیکیږي ، له دې پرته چې  دا فرض کړي ، چې دغه شان فیصله اصلا نه ده شوې . پر دې اساس  د سنډیپن خان د وکیل  اوډیّم  مکهر جي  د وینا سره سم ، دغه ممنوعیّت د نومبر له پنځمې نیټې څخه  د ممنوعیّت د حکم د نه شتون په دلیل   لیرې کړئ شو ی دی.

روئيټرز خبری آژانس ددغه خبر په اعلانولو سره لیکلي  دي ،  چې د هندوستان د کورنیو چارو او خزانې چارو وزارتونو  په دې موضوع کې  د نظر د څرګندولو لپاره  غوښتنو ته په ځواب وئيلو کې  چُپتیا غوره کړې ده .

سلمان رشدي د حضرت امام خمیني له فتوا وروسته  کابو تر درو لسیزو پورې  د بریتانیا دحکومت په پناه کې پټ ژوند وکړ او وئیل کیږي، چې اوس د امریکا دحکومت په پناه کې دی،البته په عین حال کې ترټولو وروستي ځل دوه کاله مخکې یعني د ۲۰۲۲کال په  اوړي کې  هغه د نیویارک په شمال کې په یوې ادبی غونډې کې د لبناني توکه یوه امریکائي ځوان  له حملې سره مخ شو  او سخت ټپي شو  او دیوې سترګې نظیر ئې  هم له لاسه ورکړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4247080/

captcha