IQNA

پيژندل شوی قرآني څيړاند

ایکنا – اسماعیل ماجین پينګ پر کیسټ د تلاؤتونو له لومړني ریکاډ کونکي رانیولې په چیني ژبه د قرآن کریم تر ترجمې پورې.

10:57 - December 16, 2024
د خبر لمبر: 3490315
ایکنا -اسماعیل ماجین پينګ چیني محصیلینو ته په عربی ژبې زده کونې کې ډير نوښتونه کړي دي.هغه د تلاؤت عاشق،د قرآڼ کریم د آیتونو فهم او غوږ اچولو  لیواله ؤ تردې چې برخلیک هغه په چیني ژبه د قرآن کریم  د تیرو ترجمو ته  مراجعې ته وباله.

ایکنانیوز د چین د ابریشم د لارې خبری چینل له قوله راپور راکړی،اسماعیل ماجین پينګ له عربی ژبې سره دومره لیوالتیا درلوده چې چیني محصیلینو ته ئې په ورزده کولو او پوهولو کې ډير نوښتونه کړي دي.هغه د قرآن کریم د تلاؤت،غوږ اچولو او د آيتونو د پوهیدا عاشقث ؤ تردې چې برخلیک هغه په چیني ژبه د قرآن کریم تیرو ترجمو ته مراجعه کولو ته وباله.هغه د خپل ژوند  په اتمې لسیزې کې دغه غږ ته لبیک ووایه او په درستې اسلامی نړۍ کې ئې چیني مسلمانانو لپاره په چیني ژبه د قرآڼ کریم نوي ترجمه وړاندې کړه.

 زړوکړه او د اسلامی علوموه زده کړه؛

 اسماعیل ماجین پینګ په ‍۱۹۱۳ کال کې د چین په ختیځ کې  د شاندونګ صوبې په جینان ښار کې په یوې مسلمانې او بې وځلې کورنۍ کې زیږیدلی ؤ. هغه په اوه کلنۍ کې ددغه ښآر میډل سکول ته  وارد شو او په چنګدا اسلامی مدرسې کې ئې  اسلامی علوم زده کړل . هغه په ۱۹۳۲ کال کې له مدرسې فارغ التحصیل شو او وروسته  د چنګدا اسلامی مدرسې لوړې شورا هغه د زده کړې لپاره  دم صر الازهر پوهنتون ته ولیږدوه. ماجین پينګ په ۱۹۳۶ کال کې له الازهر پوهنتونه  فارغ التحصیل شو او  خپل هیواد ته ستون شو.په الازهر کې د خپلو زده کړو په پړاؤ کې ئې له قرآڼ سره عشق کاوه او په مرتب ډول به ئې د الازهر   جامع جومات د قرآن د قرائت په غونډو کې  ګډون کاوه.  قرآن کریم سره د هغه عشق تر دې حده ؤ چې  هره ورځ به ئې د قرآن کریم تلاؤت کاوه او حتی  پخپل غږ سره ئې  د تلاؤت لس کیسټونه هم ریکارډ کړي چې تر نن پورې موجود دي.

په چین کې د عربی  ژبې لومړنی مدرس او استاد؛

اسماعیل ماجین پينګ مصر ته له ستنیدا ورسوته په چنګدا اسلامی مدرسې کې د عربی ژبې د استاد په توګه په کار بوخت شو او وروسته ئې  د بیجینګ اسلامی موسیسې کې  هم تدریس ته مخه کړه . هغه همداراز  د نضارةالهلال  مجلې  چې چنګدا مدرسې  ځپروله  په مسئول چلونکي منصوب شو.

اسماعیل ماجین پینګ  په ۱۹۵۰ کال کې په شانګهائي کې د ؛فویولو؛ جومات  د جمعې امام په توګه چې  دده ښآر یو ترټولو مشهور جومات ؤ منصوب شو او په درو کلونو کې ئې  په دغه ښار کې د لوي اجتماعي او مذهبی موقعیّت ته لاس رسي ولرل شو.. هغه د ورځې په جومات کې د جماعت لمونځ قامولو او  او دینی درسونه او د قرآن کریم تلاؤت او نور مذهبی فعالیتونه ئې چیني مسلمانانو ته وړاندې کول . هغه همداراز د مسلمانو ماشومانو او ځوانانو د روزنې اهتمام هم کاوه او دوي ته ئې د اسلامی علومو لومړني درسونه په عربی او چیني ژبو ورزده  کول.

په چیني ژبه ئې د قرآن کریم ترجمه کول؛

اسماعیل د خپل عمر په اتیایمې لسیزې کې ، په چیني ژبې د قرآن کریم د مخکینیو ترجمو ارزول او دعربی مشهورو تفسیرونو  مطالعې ته مخه کړه او  له دغو تفسیرونو څخه ئې  د قرآن دآیتونو  د مفاهیمو  ددرک لپاره استفاده  وکړه تر دې چې  وتوانید،د قرآن کریم  ترجمه او شرحه پاي ته ورسوي. البته په افسوس سره  ،هغه بریالی  نه شو،  دخپلو دوامدارو هڅو نتیجه پخپلو سترګو سره وویني،ځکه  ددغه کتاب له خپریدا مخکې هغه په ۲۰۰۵کال کې وفات شو.

 ددغه چیني متفکر د قرآن کریم ژباړه په ۲۰۰۵ کال کې په نینګشیا کې د ملتونو خپروندوئې په وسیله  بازار ته  وړاندې شوه او په ۲۰۱۶ کې  بیا چاپ شوی دی.

 په چیني ژبه د قرآن کریم مشهور استاد، مترجم  او دعربی ژبې تکړه استاد اسماعیل ماجین پينګ، په ۲۰۰۵کال کې په ۸۸ کلنۍ کې په بیجینګ ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.

https://iqna.ir/fa/news/4249987

 

captcha