په الجزایر کې د ایران پخواني کلتوري سلایار حجةالاسلام سید جلال میرآقايی چې په دغه هیواد کې د هغه او د هغه د همکارانو په همت سره دقرآنی څيړنو ۵۰ټوکه تولید شوي دي، ایکنانیوز سره په خبرو کې دې ته په اشارې سره چې د ؛ایران اوقرآن ؛نومې کتاب نن سه شنبې په ماښام اته بجې د ایران دقرآن د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ په نړیوالې برخې کې افتتاح کیږي، ددغه کتاب د تالیف د دلیلونو په باب ووئيل؛د الجزایر یو عالم یو کتاب لیکلی او مطرح کړئې وه چې ایرانیان د قرآن کریم د تفسیر کتاب نه لری ، دالمیزان و مجمع البیان له دوو بې اهمیّته کتابونو پرته پرته چې دغه کتاب هم باید ولولئ او ورپورې وخندیږئ، د قرآڼ د تفسیر په باب ئې بل کوم کتاب نه دی لیکل شوی.
هغه ووئيل؛ دغه ادعا سبب شوې ، مونږ په الجزایر کې د قرآن دتفسیر په زمینې کې د ایرانیانو دکتابونو معرفۍ ته مخه کړو او په دوام کې د ؛نورالدین ابولحیه په قلم سره د ؛ له صدر اسلام څخه او له هغه مهاله چې سلمان فارسي د حمد سوره ترجمه کړه ، تر نن ورځې پورې دقرآن د تفسیر، قرآنی علومو، قرآنی ترجمو، قرآنی سریالونو ، قرآنی فیلمون او د هغه څه پشمول چې د قرآن په حوزې کې د ایرانیانو هلې ځلې دي،د ایرانیانو زیاتره قرآنی آثار غونډ کړي او په عزبی ژبه ئې د ؛ایرا او قرآن ؛ نومې ۴۰۰ صفحو باندې په مشتمل کتاب کې خپروو.
حجةالاسلام سید جلال میرآقائي زیاته کړې ده.ددغه کتاب لیکوال د هغه په پاي کې نتیجه اخستې ده،هغه هڅې چې ایرانیانو په ورسوتیو سلو کلونو کې د قرآن کریم دخدمت لپاره ترسره کړي دي، د تاریخ په اوږدو کې د ټول اسلامی امت له هڅو لا زیات دي.
هغه ووئيل؛ ددغه کتاب د مخ کتنې په دستورو کې به ددغه کتاب لیکوال نورالدین ابولحیه د وبینار په بڼه وینا هم وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4270604