IQNA

په کاسووا کې د اسلامی تالیفاتو د خپریدا د چیلنجونو د ارزونې لومړنی ورکشاپ ترسره کیدا

10:53 - April 05, 2025
د خبر لمبر: 3490912
ایکنا - په یوې بې مخینې پیښې کې؛د کاسووا په جنوب کې ؛پریزرن؛ تاریخی ښار دبالکان  حوزې د اوو هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره د؛ اسلامی تالیفاتو د خپریدااوترجمې د چیلنجونو  ارزونې ؛ په عنوان سره   د لومړني سیمه ایز ورکشاپ کوربه ؤ.

ایکنانیوز د ؛مسلمون  حول العالم ؛ نومې خبری  سایټ له قوله راپور راکوي، دغه ورکشاپ  د کاسووا  د اسلامی شورا  په همت سره او د ترکیې ددینی چارو د ریاست په ملګرتیا سره ترسره شو او په دغه ورکشاپ کې ګډون کونکو د پخوانیو اسلامی آثارو د ژباړې او خپریدا او  همداراز  په دې زمینې کې  د ماډرن ټيکنالوجۍ او مصنوعي ذهانت (آرتیفیشل انیټلیجنس) اغیزو په باب  بحث او د نظر تبادلې  وکړې.

 په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې  ګډون کونکو  د اسلامی کلاسیک آثارو  په تیره بیا  له فقهي او اعتقادي  مسئلو سره داړونده تالیفاتو  له ترجمې او خپریدا سره اړونده ترټولو مهمې موضوعګانې وسپړلې او  غیر عربي ژبو  ګروهمنو لپاره ئې د اسلامی معارفو  ته د لاس رسي د  آسانتیاؤ په موخې سره  ورباندې بحثونه او خبرې اترې وکړې.

دغه ورکشاپ  د بالکان حوزې د  په اوو هیوادونو کې ددینی چارود ریاست د دفترونو  د نمایندګانو په شتون سره ترسره شو او د اسلامی نشر په زمیینې کې ئې  د سیمه ایزې ملګرتیا د پیاوړتیا او د تجروبو د مبادلې لپاره  ددینی او رګانونو لپاره یوارزښتمند  فرصت برابر کړ.

نومړی ورکشاپ د اسلامی تالیفاتو د خپریدا ددودولو او د مختلفو ژبو ویونکو ته ئې د رسیدا په آسانتیاؤ کې د ډاډمنیدا لپاره د کاسووا د اسلامی شورا د هڅو په چوکاټ کې  ترسره شوی او په غیرعربی ژبو ټولنو کې د اسلامی معارفو او پوهې دسسټماټيک کولو او د دینی برخې  د پوهې د دودولو لپاره یو ګام حسابیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4274655

captcha