ایکنانیوز د لنکشایر تلګراف په حواله خبر راکړیدی. د سید فاطمةالزهرا(س) جامع جومات چې اوس په هغې ودانۍ کې دی چې پخوا یوه میخانه وه، په ماډرن معمارۍ او نوي اندازه سره جوړول کیږي،په عین حال کې ،د شادسورث او وایټ برک سیمو د شورا غړو له خوا د اندیښنو له مطرح کولو وروسته او په دغې محدودې کې د تریفیکي مشکلاتو د احتمال په باب د یوه ځاي اوسېدونکي په اعتراض پسې،د جومات کمیټې موافقه کړې چې د شادسورث سړک پر سر د پلی لارې د یوه پله د جوړولو او د بنک لین سړکد پلی تلو د لارې د پراخولو لګښتونه به ورکړي.
د بلکبرن او دارون ښار شورا د جواز صادرولو لپاره د دغو دوو اقداماتو ترڅنګ ۱۸ نور شرطونه هم ټاکلي، چې یو له دغو شرطونو څخه دا دی چې په جومات کې به د واده مراسم نه ترسره کېږي.د ښارسازۍ کمېټې په رسمي راپور کې ویل شوي: دا پروژه د پخواني جومات په اړه ده چې اوس په یوه اسلامي کلتوري او تعلیمي مرکز بدل شوی دی. دا جومات د بنک لین او شادسورث سړک په جوک کې، د سیمې په یوه مهم ځای کې موقعیت لري.د تصویب شوي پلان له مخې، اوسنۍ دوه پوړیزه ودانۍ به ونړول شي او پر ځاي به یې یو دوه پوړیزه جومات د اسلامي معمارۍ څخه په الهام سره جوړ شي. د ودانۍ په سویلختیځ اړخ، چې اصلي دروازه هم هلته ده، په دواړو پوړیزو برخو په شیشو او ښکلو ستنو سره جوړیدا پلان شوی ده پردې سربېره،د ګاډو ددریدا لپاره اوسنی پارکینګ به بیا ورغول او پراخ شي، او د ودانۍ شمالي او ختیځي اړخونه به په ښکلو او وسپنیزو جنګلو سره سينګار شي ترڅو ودانۍ ته هنري بڼه ورکړي.د ښار جوړونې کارپوهانو ویلي، که څه هم د دې جومات ډیزاین د سیمې له دودیزو جوړښتونو سره توپیر لري، خو دا توپیر به د بلکبرن په ښاري جوړښت کې د دې ودانۍ د اهمیت او ځانګړي مقام نښه وي.دغه جومات د ځاي خوندیتوب اقداماتو لپاره د بودجې د برابرولو له موافقې وروسته د اوسنۍ ودانۍ د تخریب او د نوي دوه پوړیزه عبادتځای د جوړولو جواز ترلاسه کړی دی. د لنکشایر تلیګراف په وینا، نوې ودانۍ به د دودیزو ډیزاین عناصرو لکه تزئیني تختو، سترو ستنو او د شیشو څخه په جوړو شوو برانډو څخه برخمنه وي.
https://iqna.ir/fa/news/4309782