IQNA

د قرآن له خطي نسخو د یوې فرانسوئ میرمنې لاسته راوړنې یا موندنې

10:21 - April 14, 2025
د خبر لمبر: 3490955
ایکنا - «الئونور سلار» یوه فرانسوۍ څېړونکې او د قرآن خطي نسخو متخصصه ده.د هغې په باور، عربي ژبه او ادبیات د قرآن له متن، مفاهیمو او تاریخ سره تړلي دي، ځکه قرآن او نور ادبي آثار لکه پخواني شعرونه د فصیحې عربي ژبې سرچینه ده.

د ایکنا نیوز د رصیف ۲۲ له قوله  راپور راکوي،«الئونور سلار» یوه فرانسوۍ څېړونکې او د قرآن خطي نسخو متخصصه ده.هغې په ۲۰۰۸ کال کې د پروفیسور فرانسوا دروش په لارښوونې سره د عربي ژبې او ادبیاتو مطالعه پیل کړه. په ۲۰۱۵ کال کې یې د خپلې دوکتورا پای‌نامه (تهیسس)د «قرآن تدوین؛ د دویمې هجري پېړۍ/ اتمې میلادي پېړۍ د خطي نسخو د ټولګې څېړنه» په عنوان سره وړاندې کړه. هغې خپلې څېړنې تر ۲۰۱۸ کال پورې په فرانسې پوهنتون کې د مرستیالې څېړونکې او فوق دوکتورا په توګه دوام ورکړ.

میرمن سلار د فرانسوي-جرمني قرآني پروژې «Coranica»  کی له برخه اخیستو وروسته، په «Paleocoran» پروژه کار وکړ او د «Codex Amrensis» یا «د قرآن لومړنۍ خطي نسخه» په نوم څېړنه يي خپره کړه. دا د هغې د لومړني مصحف په اړه د څېړنې لومړی جلد دی.

نگاهی به زندگی بانوی پژوهشگر فرانسوی و متخصص در نسخ قرآنی

له کوفي خط ستاینې څخه د خطي نسخو تر مطالعې پورې

میرمن سلار مخکې له دې چې د عربي خطي نسخو مطالعه وکړي، د عربي ژبې او ادبیاتو زده‌کړه وکړه. هغه وايي، حتی مخکې له دې چې په پوهنتون کې د عربي ژبې مطالعه پیل کړي، د قرآن خطي نسخو د کوفي خط له ښکلا   متأثره شوې وه.

هغې ویلي: «ما په کوفي خط کې د هنر یوه زړه‌راښکونکې ښکلا لیدله.»

سلار په پاریس کې په Langues'O پوهنتون کې خپل کار ته دوام ورکړ او هلته یې د عربي ژبې او خوشخطۍ زده‌کړه وکړه.د هغې په نظر،عربي ژبه او ادبیات د قرآن له متن، مفاهیمو او تاریخ سره نږدې اړیکه لري.

هغې یوازې هغه وخت وکولای شول د قرآن تاریخ او خطي نسخې کشف کړي،کله چې یې په پخوانۍ خوشخطۍ او خطي نسخو کې تخصص ترلاسه کړ.

د میرمین سلار په باور، د قرآن د لومړنیو خطي نسخو په اړه زمونږ اوسنی پوهه لا هم نسبتاً سطحي ده او نورو دقیقو څېړنو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: «تر اوسه د لومړۍ او دویمې اسلامي پېړۍ د خطي نسخو په اړه هیڅ سند نشته.»

د هغې په اند، «اوس مهال موجودې تر ټولو پخوانۍ قرآني نسخې د قرآن هغه برخې دي چې د یو سپېڅلي کتاب په توګه د هغې له تدوینه څو لسیزې مخکې دي.»

یافته‌های بانوی پژوهشگر فرانسوی از واکاوی نسخ خطی قرآن

د قرآن لومړنۍ خطي نسخه!

د میرمن سلار له خوا لیکل شوی کتاب «د قرآن لومړنۍ خطي نسخه» د عربي متنونو او انځورونو لرونکی ده، چې په څلورو برخو (۷۵ مخونو) وېشل شوی، او له یوې قرآني خطي نسخې څخه اخیستل شوی،چې د مصر په فسطاط ښار کې په عمرو بن العاص جومات کې ساتل کېده. هغې په خپله څېړنه کې ددې نسخې او اوسني قرآن ترمنځ توپیرونه د آیتونو په شمېرنې او د کلمو په املا کې موندلي. هغه باور لري چې دا خطي نسخه، سره له دې چې کوچنۍ اندازه لري (د افقي کتابت له امله) او لیکوال یې د کاغذ سپما کولو هڅه کړې، احتمالاً د اتمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د یو مسلکي لیکوال له خوا لیکل شوې ده.

د دې نسخې یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د سورو او آیتونو ترتیب په دقت سره شوی او د قرآن متن د معیاري قرآن له ترتیب او متن سره یو دی، پرته له ځینو نسخه‌برداري تېروتنو چې په هر لاسي متن کې عام دي. دا خطي نسخه د قرآن یوه دقیقه نسخه شمېرل کېدای شي.

سلار وايي، هغه خطي نسخه چې عثمان بن عفان ته منسوبه ده، د قرآن هغه خطي نسخه ده چې تر ټولو زیاته یې حیرانه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4275858

captcha