IQNA

د ؛امام رضا(ع)؛ د زمانې فتنو ته یوه تاریخي کتنه؛ له واقفیه فرقې رانیولې د شیعیانو ترکړاؤ پورې

11:12 - May 10, 2025
د خبر لمبر: 3491091
ایکنا- حضرت امام رضا علیه السلام  په یوه داسې دوران کې ژوند کاوه چې ډيرې لوئې فتنې موجودې وې او د هغه بزرګوار امامت  هم د هغه د پلار حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د یارانو له خوا  له خطرناکو ازمیښتونو سره مخ شو.اوله هغو ډیرو  د امام رضاعلیه السلام امامت ونه مانه.

ایکنانیوز د براثا نیوز له قوله راپورراکړی ،په امام رضا(ع) مشهور؛ حضرت ؛علی ابن موسی، د دولس امامي شعیانو  اتم امام دی د هغه پلار بزرګوار حضرت موسی ابن جعفر  د اهل تشیَع اوم امام ؤ  او  دهغه مور  هغه نوره او وینځه  وه چې  د نجمه  یا تُکتَم په نامو سره یادیږي.

 د حضرت امام رضا علیه السلام د ولادت او شهادت  د وخت په باب ،د نظر اختلاف شته دی. په هغو کې یو دا  چې هغه بزرګوار د ۱۴۸ یا ۱۵۳ قمری کال د ذیقعدې یا ربیع الاول  په یولسمه نیټه زیږیدلی دی  او د  د ۲۰۲ یا ۲۰۳  او یا د ۲۰۶قمری کال  جمادی الاول په ۱۸ یا د ذیعقدې دمیاشتې  په وروستیوکې ، یا یا د رمضان  په ۱۷ یا ۲۱ او یا د صفرې د میاشتې په ترټولو وروستۍ ورځ شهید شوی دی. سید جعفر مرتضی عاملی وائي؛ زیاتره مورّخان او عالمان  په دې اند دی چې امام رضا علیه السلام  د ۱۴۸قمری کال کې په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي دي او په ۲۰۳ قمری کال کې شهید شوی دی.

حضرت امام رضا(ع) د خپل پلار بزرګوار  له شهادت وروسته د شیعیانو اوم امام شو. د هغه د امامت موده ،شل کاله(۲۰۳-۱۸۳)  وه چې د عباسی هارون ، محمد امین او مامون سره همهاله شوه.

 د شیعیانو د اوم امام د  ولایت د نیکمرغه کلیزې په مناسبت  د امامت او ولایت د  اتم ځلانده ستوري پر کریمانه ژوند ځانګړنو ته یوه ځغلنده کتنه کوو........

حضرت مام رضا (ع) په هغې زمانې کې ژوند کاوه چې لوئې فتنې پکې موجودې وې او د هغه امامت د هغه بزرګوار د پلار حضرت امام کاظم (ع) د یارانو او ملګرو له خوا له خطرناکو ازموینو سره مخ شو، او ډېرو ئې د امام رضا (ع) امامت ونه مانه.

دا ځکه چې امام کاظم (ع) د شیعیانو لپاره دوه مهمې موضوعګانې بنسټیزې کړې وې: لومړی، په ښارونو او کلیو کې پر کارګرانو باور کول؛ او دوهم، په شیعه مذهب کې د خمس نظام فعالول، ځکه چې د هغه وخت د شیعیانو د فقر له امله خمس درول شوی و.

له همدې امله، کله چې امام موسی کاظم (ع) شهید شو، نو د هغه ګیرچاپیره ځينو ملګرو او کارګرانو له خوا فتنه رامینځته شوه، تر دې چې دوی د امام (ع) په نوم اموال ټولول، او ځکه چې امام کاظم (ع) کلونه په زندان کې تېر کړي وو، کله چې شهید شو، نو ډېرو کارګرانو له دې اموالو امام رضا (ع) ته له بېرته ورکولو انکار وکړ. کار تر دې حده ورسېد چې ځینو ئې، د اموالو د نه ورکولو د توجیه لپاره، ادعا وکړه چې امام کاظم (ع) مړ شوی نه ؤ له هماغه وخته «واقفیه» فرقې رامنځته کېدل پیل شوي وو.

واقفیه فرقه د شیعیانو هغه ډله وه چې د ځینو روایتونو  په استناد ئې د امام رضا (ع) امامت رد کړ. د مثال په توګه، دوی ویل: «آیا چا له امام موسی کاظم (ع) دا روایت اورېدلی چې ویلي ئې وي: علي زما زوی، زما وصي، له ما وروسته امام یا زما ځای ناستی دی؟ ویل ئې: نه!»

دې فرقې په بېلابېلو لارو سره خپل پیروکار زیات  کړل او د امام کاظم (ع) له  ۲۷۴ ملګرو  څخه ئې ۶۴ کسان خپل لوري ته راکش کړل. دا شمېر په هغو شرایطو کې، چې د عباسي خلیفه ګانو  له خوا هڅول کېدل، چې یو ستر بهیر ښئي چې باید کم ونه ګنل شي.

د واقفیه د ټینګار په علت، چې د امام رضا (ع) امامت رد کړي، دوی داسې کتابونه ولیکل چې خلک له اهل بیتو (ع) څخه لیرې کړي. واقفیه فرقې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړ، تردې چې د شیعه سرچینو په وینا، امام حسن عسکري (ع) له واقفیه سره مناظرې کولې. عباسيانو هم له  دې فکر څخه ناوړه ګټه پورته کړه او هغه ئې دود کړه، ځکه چې دوی دا د شیعیانو ترمینځ د نفاق د رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت ګاڼه.

د امام رضا (ع) د ولایتعهدۍ موضوع سیاسي او مذهبي موخې لرلې، لکه دا چې شیعیانو ته دا وښودل شي چې امامت د حکومت تابع شوی دی.

دوهمه موخه ئې  دا وه چې امام (ع) به د عباسي دربار لپاره کارکوونکی وي او په دې توګه به د هغه په کارونو د د عباسی دربار  دننه څخه څارنه اسانه شي.

درېیمه موخه ئې دا وه چې خلک د امکان تر حده له امام (ع) سره له لیدو څخه لیرې وساتل شي، ځکه چې د عباسي حکومت په دربار کې د امام (ع) شتون عباسی  واکمن خلکو ته اجازه نه ورکوله چې هر کله  وغواړي ، له هغه بزرګوار سره وویني.

د عباسيانو دوره د اسلام د تاریخ یوه تیاره پاڼه ده. د عباسي دولت له خیانته پیل شو چې د اسلام لپاره ئې خطره  د سقیفې له خیانته کمه نه وه، او د دوی دروغجن شعارونو هم له یو بل سره توپیر نه درلود. لکه څنګه چې د سقیفې اصحابو د باطلو دعوو سره ځانونه له  پیغمبر اکرم (ص) سره منسوب کړل، بني عباسو هم د خلافت ترلاسه کولو لپاره همدا لاره غوره کړه او ادعا یې وکړه چې د پیغمبر (ص) له نږدې کسانو څخه دي.

په داسې حال کې چې اهل بیت (ع) د قرآني دلایلو او د پیغمبر (ص) د سنتونو په واسطه خپل حقانیت ثابتوه، عباسيانو د دوی پر وړاندې د زور او شکنجې څخه کار اخیست. دوی له دروغجنو شاعرانو څخه د خپلو باطلو دعوو لپاره ګټه پورته کوله او د علویانو د مقام د ټیټولو لپاره یې د دوی اموال ضایع کول.

امام رضا(ع) از نگاه تاریخ

عباسيانو د خلافت وړتیا نه درلوده، ځکه چې دوی یوه غیر فعاله کورنۍ وه، پرته له کوم عالم، زړور سړي، جنګیالي یا هغه چا چې په اسلام کې مخینه ولري. د امام کاظم (ع) او هارون عباسي ترمینځ مناظره هم د اهل بیتو د خلافت وړتیا په پرتله د عباسيانو پر وړاندې ښئي او دا چې معصوم امامان (ع) د پیغمبر (ص) وارثان او د هغه زامن دي.

عباسي هارون غوښتل له امام کاظم (ع) سره د خبرو اترو له لارې د عباسي خلافت مشروعیت وښيي، خو امام (ع) هغه ضعیف شواهد او باطل استدلالونه رد کړل چې هارون یې د ثابتو لپاره هڅه کوله، او هغه یې په خپل سرټمبګي کې پرېښود.

امام رضا (ع) د خپل قبر په اړه وفرمایل: «دا زما تربت دی او دلته به خښ شم؛ خدای دا ځای زما د شیعیانو او مینه والو لپاره مختلف او ځانګړی ګرځولی دی. په خدای قسم، هیڅ زایر زما زیارت نه کوي او هیڅوک پر ما سلام نه وایي، مګر دا چې زمونږ د اهل بیتو د شفاعت په برکت، د خدای بخښنه او رحمت پر هغه واجب کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4280460

captcha