iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار  دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیهاد نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې د تهران په امام خمینی امامباړې کې داهل بیت علیهم السلام  له لسګونو مداحانو اوشاعرانو سره په کتنې کې  مداحي  د معارفو او احساساتو دمنتقلولو او د هیواد په حساسو معرکو او پيښو کې د رول لوبونې لپاره ترکیبی هنر وباله او په وروستیو پيښو کې ئې ددښمن جامعې او پلان شوي نقشې  د ناکامیدا علت د ولس ،ځوانانو او مسئولانو  له غبرګونه  دهغوي غلطې محاسبې وبللې او ټينګار ئې وکړ،له دښمنۍ د بدغواړو د ناامید کولو لاره  د ایران پیاوړي کیدا ده .
د خبر لمبر: 3486740    خپرونې تاریخ : 2023/01/12

ایکنا-(تهران)آیت الله سیستاني په افغانستان کې د ملی پیوستون،وحدت ،داخلی انسجام اوله درستو ملیّتونو اوډلو ټپلو سره د ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې د نیولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل، د افغانسان له اوسنیو واکوالانو سره په چلند کې باید له تاؤتریخوالي ډډه وشي.
د خبر لمبر: 3486706    خپرونې تاریخ : 2023/01/05

ایکنا-(تهران)په لندن کې د اسلامی بشری حقوقو د کمیشن مشر مسعود شجره د نیچریه د شیعیان و د عامې وژلې له کلیزې سره په یووخت د دغه هیواد داسلامی غورځنګ د رهبرشیخ ابراهیم الزکزکي د مړینې دخبر خپریدا یوډول رسندوئي شیطنت وباله.
د خبر لمبر: 3486589    خپرونې تاریخ : 2022/12/13

ایکنا-(تهران)د ایران جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لیږل شوي پلاوي مشر ووئیل،په سیستان اوبلوچستان ولایت کې د  اختلاف د رامینځةکولو  هیلې او امیدونه له ځان سره ګور ته یوسي.
د خبر لمبر: 3486457    خپرونې تاریخ : 2022/11/14

ایکنا-(تهران)د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي د اسلامی مذهبونو دخبرواترو دضرورت پ باب د شیخ الازهر په وروستیو څرګندونو پسې ددغو خبرواترو له ترسره کیدا خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3486424    خپرونې تاریخ : 2022/11/07

ایکنا-(تهران) د بحرین دنمایشي پارلیماني انتخاباتو،له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو په ضد او د سیاسی بندیانو د خوشي کیدا لپاره اعتراضیه مظاهرې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486420    خپرونې تاریخ : 2022/11/06

ایکنا-(تهران)د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په  اسلامی امت کې دتکفیریّت خطرې ته په اشارې سره  روښانه کړړه ،تکفیرپه اسلامی نړۍ کې یوه ستره ستونزه ده او تکفیری فتواګانو دمسلمانانو لپاره ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي.
د خبر لمبر: 3486321    خپرونې تاریخ : 2022/10/13

ایکنا-(تهران) د نیجریه د اسلامی غورځنګ  رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي  له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خصوصي خبرو کې  په دې خبرې کولو سره چې  هیوادونو په تیره  بیا  مسلمانانو دایران له اسلامی جمهوری نظامه بیلګه اخستې ،ټينګار وکړ،  عربستان د امرککیا او بریتانیا په نیابت سره د نیجریه د شیعیان و په ضد جنایتونه  کوي. 
د خبر لمبر: 3486318    خپرونې تاریخ : 2022/10/12

ایکنا-(تهران) دعراق نجف اشرف ښارد امامت او ولایت د عاشقانو د میلیونونو خلکو کوربه دی چې غواړی له دغه ښاره په تیریدا سره د کربلا معلی په لور روان شي.
د خبر لمبر: 3486212    خپرونې تاریخ : 2022/09/12

ایکنا-(تهران) د عراق په نجف اشرف  کې دحضرت امام علی علیه السلام  سپيڅلی حرم  هره ورځ د هغو لسګونو زره زیارتوالو کوربه دی چې د حسینی اربعیّن په ولولناک اوپرتمین لاریون کې دډون لپاره دغه ځاي ته ورځي .
د خبر لمبر: 3486204    خپرونې تاریخ : 2022/09/10

ایکنا-(تهران)په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د عراق حکومت د دغه هیواد د ځمکنیو پولو له لارې د افغان زیارت کوونکو منلو ته د چمتووالی په اعلان سره ،هغوی ته به د دوه وارې د زیارت کولو ویزې ورکړي.
د خبر لمبر: 3486196    خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا- (تهران) اوس هم له هائي هوئ او تبلیغاتو هغې پيچلي دینا کې چې پر بشریّت حاکمه ده ،دا د حسینی اربعیّن حرکت یوه بې ساري رسندوي او ژغورونکي چغه ده .دغه شان شی وجود نه لری نور په دنیاکې :دا چې میلیونونو خلک  روانیږي ، نه یوه ښاره او نه هم له یوه هیواده ،بلکې له مختلفو هیوادونو او ددنیا له ګوټ ګوټه،  او نه یوازې د یوې اسلامی فرقې ،بلکې ددرستو اسلامی فرقو او حتی دغیر اسلامی دینونو څخه،دا د حسینی وحدت او یووالی چغه ده ، دا د  حسینی اربعیّن د مینه والو چغه ده .
د خبر لمبر: 3486184    خپرونې تاریخ : 2022/09/05

د حسینی اربعین ځانګړنې
ایکنا-(تهران) د اسلامي کلتور او لیدتوګې دڅيړنیز مرکز دعلمي پلاوي یوه مسئول ددې خبرې په کولو سره چې حسینی اربعیّن له موجود لویدیځي تمدن سره یوشان وړتیاوې لري ،ووئيل،باید حسینی اربعّین یوازې شیعیان و ته مخصوص نشي حتی دکافرانولپاره هم باید جذبونکی شي.
د خبر لمبر: 3486181    خپرونې تاریخ : 2022/09/05

ایکنا-(تهران)دعراق په نجف اشرف کې دحضرت امام علی علیه السلام سپیڅلی حرم،په اوسنیو شپو ورځو کې د هغو ډيرو زیاتو زیارتوالو کوربه دی چې دحسینی اربعین په درشل کې پاتې شپې ورځې په نجف اشرف کې تیرې کړي څو کربلا ته په لاریون کې له تلو مخکې  د امامت او ولایت د لومړي امام منور او سپيڅلي بارګاه زیارت وکړي.
د خبر لمبر: 3486178    خپرونې تاریخ : 2022/09/04

د عراق د عالمانو دشورا مشر څه وائي
ایکنا-(تهران) دعراق د عالمانو شورا مشر شیخ خالد الملا په عراق کې  د شیعیّت مرجعیّت ،د درستو  فتنو په وړاندې د نفوذ دمخنیوي تر ټولوپياوړی او ستر خنډ وباله.
د خبر لمبر: 3486176    خپرونې تاریخ : 2022/09/03

ایکنا-(تهران)د حسینی اربعیّن  د پياده روئ دستورې  له هر څه زیات د اسلامی ملتونو اوحکومتونو دنزدیکت لپاره د مذهب له عنصره د استفادې او ددغو دستورو  د کلتوری ظرفیّتونو ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3486174    خپرونې تاریخ : 2022/09/07

ایکنا-(تهران)د ترکیې د دریم ستر ښارد ازمیر بایراکلي اهل بیت علیهم السلام جومات ددغه ښار د اهل تشیّع د ذهبي فعالیتونو لپاره په یوه مرکز بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3486127    خپرونې تاریخ : 2022/08/22

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیان و د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستاند شیعیان و حقوقو او  ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486116    خپرونې تاریخ : 2022/08/17

ایکنا-(تهران) دهندوستان سخت زړی پولیس او پوځ هر کال په هندي کشمیر کې د حسیني عزادارو د محدودولو لپاره یو لړ محدودیَتونه اعمالوي  او ډيرو موردونو کې ئې په وحشي ډول نیسي او شکنجه کوي،چې سږکال هم هم دحسینی عزادارۍ په وخت دعزادارو او ویرجنو مسلمانانو ځپل لاسخت شوي
د خبر لمبر: 3486089    خپرونې تاریخ : 2022/08/10

ایکنا-(تهران) دافغانستان د فریاب ولایت د میمنې ولسوالۍ تکړه دیني عالم او دجمعې لمانځه امام حجت الاسلام محمد ظاهر حسینی وويل،د عاشورا د ورځې په مراسمو کښې ٩٠ فيصده ګډونوال سني وروڼه وو چې د ميمنې ښار له شاوخوا سيمو څخه د ګډون لپاره ورغلي وو.
د خبر لمبر: 3486085    خپرونې تاریخ : 2022/08/09