د ایکنا د راپور له مخې، د «قرآن او عهدین: دودونه، زمینې او بینامتنونه» تر سرلیک لاندې څلورم اوړنی ښوونځی د اګزټر پوهنتون په ملګرتیا سره جوړ شو او په دغې غونډې کې د بېلابېلو هیوادونو څېړونکي، چې پخوا ئې په دې برخه کې خپلې علمي لاسته راوړنې په نړیوالو مجلو یا علمي غونډو کې وړاندې کړې وې، غونډ شوي وو.
د نوتردم پوهنتون ۵۲ کلن پروفیسور او د امریکايي دین مورخ، ګابریل سعید رینولدز، د دغه ښوونځي ویناوال ؤ. هغه خپله دوکتورا (پي ایچ ډي ( د ییل پوهنتون څخه د اسلامي د مطالعاتو په برخه کې ترلاسه کړې ده. د هغه علمي څېړنې د قرآني مطالعاتو، د اسلام پر سرچینو او د مسلمانانو او مسیحیانو پر اړیکو متمرکزې دي.
هغه له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې، له مهدي عزایز سره په ګډه، د یو کلن «قرآن سمینار» نومې پروژې مشري کړې وه چې د قرآن د څېړونکو ترمینځ د خبرو اترو هڅولو ته وقف شوې وه او د دې پروژې پایلې د «قرآن سمینار تفسیر» په نوم خپرې شوې. له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۷ پورې، هغه په فرانسې کې د نانت د پرمختللو مطالعاتو په فاؤنډيشن کې د قرآني الهیات په اړه یوه څېړنیزه پروژه د یهودي او مسیحي دودونو په اړیکه ترسره کړه. رینولډز اوس مهال د نړیوالو قرآني مطالعاتو د ټولنې (IQSA) د اجرایوي مشر په توګه دنده ترسره کوي.
په ۲۰۰۸ کال کې، هغه د «قرآن په خپل تاریخي زمینې کې» نومې کتاب سردبیر و، چې د هغه خپله مقاله پکې د «قرآني مطالعاتو او د هغې جنجالونه» په عنوان سره پکې شامله وه. په ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کې، د ټایمز ادبي ضمیمې د «ډول ډول مطالعات: د اسلامي ریښو په باب د بحث په متن کې د بیرمنگم قرآن » تر سرلیک لاندې یو علمي تفسیر خپور کړ، چې د رینولډز لخوا د بیرمنگم قرآن د کشف او تحلیل او له نورو لرغونو قرآني نسخو سره د هغې د اړیکو په اړه و. په ۲۰۱۸ کال کې، هغه د «قرآن او کتاب مقدس: متن او تفسیر» په نامې سره په کتاب کې د اسلام د ځینو اړخونو، لکه نفلیم، په اړه د تفسیرونو څارنه کړې ده. په ۲۰۲۰ کال کې، هغه «الله: په قرآن کې خداي » رساله ولیکله، چې د اسلام د خدای د مفهوم او د اسلامي الهیاتو د ځانګړو ځانګړتیاوو په اړه یوه علمي رساله ده، او د کتاب مقدس او قرآن د ابراهیمي خدای د انځورونو ترمینځ له پرتله کولو سره یوځاي ، په ترتیب سره .
هغه د «قرآن او د هغه دمقدس کتابي سرچینې» (راتلج، ۲۰۱۰)، «د اسلام ظهور» (فورترس، دویمه نسخه، ۲۰۲۳) لیکوال، د مسیحي سرچینو نقاد «عبدالجبار » (بریغهام یانګ، ۲۰۰۸) ژباړونکی، او د «قرآن په تاریخي جوړښت کې» (راتلج، ۲۰۰۸) او «نوې لیدلورې په قرآن: قرآن په تاریخي جوړښت؛په قرآن کې نوي لیدتوګې ؛ ۲» (راتلج، ۲۰۱۱) کتابونو مدیر دی.
هغه همدارنګه د ییل پوهنتون د خپرندوئې (انتشارات) په ملګرتیا سره یو شمېر کتابونه په قرآني مطالعاتو کې خپاره کړي، لکه: «قرآن او کتاب مقدس» (۲۰۱۸)، «الله: په قرآن کې خداي » (۲۰۲۰) او «مسیحیت او قرآن» (۲۰۲۵).
په ۲۰۲۰ کال کې، رینولډز د پاپ فرانسیس لخوا له مسلمانانو سره د دیني اړیکو د کمېشن د مشاور په توګه وټاکل شو، چې دا کمېشن د بینالادیاني خبرو اترو د پاپي شورا (PCID) برخه ده. دا کمېشن په رم کې هر کال غونډه کوي څو د کلیسا او مسلمانانو ترمینځ د اړیکو په اړه بحث او مشوره وکړي.
رینولډز د قرآن او کتاب مقدس ترمینځ د ګډو موضوعاتو او محتوياتو او همدارنګه په قرآن کې د الهي رحمت او الهي قضاوت د مفکورو متخصص دی. د کاتولیکانو او مسلمانانو ترمینځ د خبرو اترو په برخې کې د هغه په خدمتونو کې په ۲۰۱۷ کال کې د واتیکان لخوا د الازهر پوهنتون سره د دوهاړخیزو خبرو اترو لپاره له ۱۵ مسلمانو همکارانو سره د ګډون لپاره انتخاب شامل دی، چې د پاپ فرانسیس د قاهرې تاریخي سفر لپاره چمتووالی و.
د قرآن خلاقانه تعامل د عهدینو له مذهبي جوړښت سره
رینولدز په خپله وینا کې د انعکاس ښوونځي کې دې موضوع ته اشاره وکړه چې څنګه په کتاب مقدس کې موجود خاص الهیاتي عبارات او مفکورې په قرآن کې (کله ناکله مستقیم او کله ناکله د بدلون په بڼه) څرګندیږي. هغه استدلال وکړ چې دا اقتباسونه نه تصادفي دي او نه هم د قرآن د کتاب مقدس پر وابستګۍ شاهدي ورکوي، بلکې د قرآن د عهدینو له دیني جوړښت سره د خلاقانه تعامل نښې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4283144