جلالالدین محمد بلخي (۶۰۴-۶۷۲ هـ.ق.)، نامتو عارف او شاعر د اوومې پېړۍ په بستر کې د کډوالۍ او تعلیم له لارې یوه داسې شخصیت جوړ کړ چې نړۍ یې ونړوله. دا فکري سفر د هغه د پلار، سلطانالعلماء بهاءالدین ولد، له بلخ څخه آسیا صغیر ته د ۶۱۰ قمری کال په کډوالۍ سره پیل شو. مولانا په هغې ځمکې کې لومړی د خپل پلار او بیا د برهانالدین محقق ترمذي تر روزنې لاندې و.
خو د هغه د ژوند تر ټولو مهم ټکی د شمس تبریزي سره لیدنه وه؛ داسې لیدنه چې په مولانا کې ئې دومره ستر بدلون راوست چې پخواني واعظ او مدرس خپل تدریسي مسند پرېښود او سماع او وجد ته ئې مخه کړه. دا بدلون د هغه د ژوند د نوي سپرکي پیل و، چې د صلاحالدین زرکوب او بیا حسامالدین چلبي په ملتیا سره ئې دوام وکړ. همدا حسامالدین و چې له مولانا یې وغوښتل چې مثنوي، د هغه تر ټولو ستر عرفاني شاهکار، بشریت ته وړاندې کړي.
د مولانا په پاتې اثارو کې مثنوي یو بېساری ځای لري. مولانا په دې منظومه کې عام او خاص لوستونکي له ځان سره په فکري سفر بوځي. هغه چې پخپله د قرآن او اسلام په سیوري کې روزل شوی و، تر ټولو ستر هدف یې د اسلام دین او د ژوند احکامو په ادبي او زړهراښکونکي ژبه خپرول وو. د تمثیلونو او حکایاتو په پوښښ کې تعلیم او تربیه د مولانا د تربیتي رودې وې.
د مولانا جلالالدین بلخي فکري اساس او ذهني بنسټ په ناب قرآني تعلیماتو او دیني سنتو کې رېښې لري؛ خو هغه څه چې د هغه شخصیت ئې ممتاز کړی، د هغه د ژوند په پړاؤکې د «د لید بدلون» د اړتیا ژوره پوهه وه. مولانا دې فکر ته رسېدلی ؤ چې حتی د اسلام دین، چې د وروستي او تر ټولو مبارک آسماني پیغام په توګه دی، باید په نوي، خوځنده او د خپلې دورې د پوهې او ظرفیت په اساس په لید سره وڅېړل شي. مولانا خپلې زدهکړې په داسې چوکاټ کې وړاندې کړې چې په زړونو کې نفوذ وکړي او د زمانې جوړوونکې وي. مفاهیم لکه سولهييز ګډ ژوند، مینه او عطوفت، برابري او مساوات او نور د اتحاد او ورورولۍ ارکان، چې نن سبا د «دینونو ترمینځ خبرو اترو» او «انساني پيوستون » په نوم یادېږي، د هغه په تعلیماتو کې په بېلابېلو طریقو او د روښانه، زړهراښکونکو او د لیدونکو له حال سره سم تمثیلونو او حکایتونو سره ئې ځلا پیدا کړې ده.
مولانا دا لوړ مفاهیم د خپلو بې ساري ادبي او ژبنيو تخلیقاتو سره یوځای کړل څو د هغو اغېزې ژورې او تلپاتې شي.
https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4307966