
ایکنانینوز د پارس ټوډې ډې فارسي څانګې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د نومبر په ۲۹مه په یوې خبري ناستې کې یو ځل بیا د خپل هېواد پر هغه دریځ ټینګار وکړ چې د غزې د اسلامی مقاومتي اسلامي غورځنګ (حماس) د بې وسلې کولو لپاره به هېڅ ډول نړیوال ځواک سره یوځای نشي . هغه وویل: پاکستان د غزې د سولې لپاره له نړیوال ځواک سره د ګډون چمتووالی لري.
اسحاق دار ټینګار وکړ چې پاکستان به د حماس غورځنګ د بې و سلې کولو په هېڅ اقدام کې برخه وانخلي. د هغه په وینا، مونږ د سولې د ټینګولو لپاره کار کوو، نه د دې لپاره چې په زور سوله وتپل شي او یا کوم لوری بې وسلې شي.
هغه یادونه وکړه چې د پاکستان لومړي وزیر د غزې د سولې د طرحې په اړه په تېرو سلامشورو کې د سولې له نړیوال ځواک سره د ګډون اصولي موافقه څرګنده کړې، خو اسلاماباد د حماس ولسی غورځنګ د بې وسلې کولو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه لري.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په وروستیو کې د پاکستان دفاع وزیر هغه خبرې په کلکه رد کړې وې چې ګواکې پاکستان به د غزې د حماس د بې وسلې کولو لپاره له نړیوال ځواک سره یوځای شي او ویېلي ئې وو، اسلاماباد هېڅکله داسې هدف نه تعقیبوي.
د حماس د بې وسلې کولو سره د پاکستان مخالفت یوازې یو ساده سیاسي دریځ نه دی، بلکې د فلسطین د مسئلې او د مقاومت د ارزښت په اړه د اسلاماباد ژور لیدلوری څرګندوي. د پاکستان چارواکو څو ځله ویلي چې هېواد ئې د غزې د ثبات او سولې لپاره نړیوالو هڅو ته چمتو دی، خو هېڅکله به په داسې اقدام کې برخه وانخلي چې د حماس د بې وسلې کولو یا د مقاومت د کمزوري کولو سبب شي. دا دریځ څو سیاسي، تاریخي او فکري عوامل لري چې پرې پوهېدو سره څرګندېږي چې ولې پاکستان دغه دریځ غوره کړی دی
لومړی باید په دې پوهه شو چې پاکستان ځان د اسلامي نړۍ برخه ګڼي او تل یې د امت د مهمو مسئلو ملاتړ کړی دی. د فلسطین قضیه د ډېری اسلامي هېوادونو لپاره یوه ارزښتي او حیثیي موضوع ده. حماس د نیواک پر ضد د مقاومت یو مهم سمبول دی، او مسلمان ملتونه دا د ظلم او اشغال پر وړاندې د ودریدو نښه ګڼي. نو د حماس د بې وسلې کولو هر اقدام د ډېرو مسلمانانو په نظر د لویدیځ او اسرائیلي سیاستونو سره همغږي بلل کېږي. پاکستان پوهېږي چې دا کار به د اسلامي نړۍ په نظر کې د هغه ځایګی کمزوری کړي او حتی په داخل کې اعتراضونه راپارولی شي.
دوهم، پاکستان د سولې په مفهوم کې ځانګړی لیدلوری لري. د دغه هېواد چارواکي وايي چې د دوی هدف د زور له لارې سوله نه ده، بلکې د یوې عادلانه او دوامدارې سولې ټینګول دي. له اسلاماباد څخه د لید له مخې، د حماس بې وسلې کول سوله نه تضمینوي، بلکې د لا زیاتو ستونزو لامل کېدای شي. ځکه تر هغه چې د اسرائیلو نیواک پای ته نه وي رسېدلی، د مقاومت بې وسلې کول د فلسطینیانو بې دفاع کول ګڼل کېږي. پاکستان باور لري چې رښتینې سوله هغه مهال رامنځته کېږي چې عدالت تامین شي او د فلسطینیانو حقونه وپېژندل شي.
درېیم، د پاکستان سیاسي او دیپلماتیک ملاحظات دي. پاکستان له نړیوالو قدرتونو سره پېچلې اړیکې لري او هڅه کوي چې د لویدیځ له اړیکو او د اسلامي اصولو تر مینځ توازن وساتي. د حماس د بې وسلې کولو مخالفت اسلاماباد ته دا فرصت ورکوي چې هم د اسلامي هېوادونو په منځ کې خپل اعتبار وساتي او هم وښئي چې د هغه بهرنی سیاست خپلواک دی او یوازې د بهرنۍ دباؤ تابع نه دی
په پای کې، د پاکستان کورني شرایط هم مهم دي. د پاکستان ولس له فلسطین سره ژوره همدردي لري او د مقاومت ملاتړ د هېواد په عامه ذهنیت کې مهم ځای لري. د حماس پر ضد هر ګام د خلکو تند غبرګون راوپارولی شي. نو د حماس د بې وسلې کولو مخالفت نه یوازې د بهرنۍ پالیسۍ مسئله ده، بلکې د کورني ثبات اړتیا هم ده.
په دې توګه، د پاکستان د مخالفت علت باید د پراخ لیدلوري په چوکاټ کې وکتل شي: د اسلامي هویت، د عدالت پر بنسټ د سولې لید، سیاسي ملاحظات او کورني دباؤنه. اسلاماباد غواړي چې د سولې لپاره مرسته وکړي، خو داسې نه چې د مقاومت ځواک کمزوری کړي یا فلسطینيان بې وسلې پرېږدي. دا دریځ د پاکستان د متوازن رول څرګندونه کوي چې غواړي هم د اسلامي نړۍ ملاتړ وکړي او هم نړیوالو هڅو سره رغنده برخه ترلاسه کړي.
https://parstoday.ir/fa/world-i29778