
ایکنانیوز د «سيانان» له قوله راپور راکړ، په هندوستان کې په وروستیو کلونو کې د اسلامي نښو د له مینځه وړلو هڅې په بېلابېلو پلمو سره زیاتې شوې دي. په تازه پېښې کې د « تاج کیسه » (The Taj Story) نومې جنجالي فلم، چې د هندي ډایریکټ رتوشار ګویل لهخوا جوړ شوی او د اکتوبر په میاشت کې خپور شوی، د نړۍ د یو تر ټولو مشهور تاریخي یادګار رسمي تاریخ تر پوښتنې لاندې راولي. دغه فلم هڅه کوي چې د تاج محل په اړه یو جعلي روایت وړاندې کړي؛ داسې چې ګواکې دا ودانۍ، چې د اوولسمې پېړۍ اسلامي اثار ګڼل کېږي، اسلامي نه ده، بلکې یوه هندو ماڼۍ ده چې د اسلامي دورې واکمنانو نیولې او د استعمال بڼه یې بدله کړې.
د« تاج کیسه » د هغو تاریخي فلمونو له وروستیو نمونو څخه دی چې د هند د څو میلیارد ډالرو سینمايي صنعت څخه راوتلي. منتقدان وایي چې دغه ډول فلمونه د هند نږدې ۲۰۰ میلیونه مسلمانان بد، وحشتناک او ناپاک انځوروي. دوی زیاتوي چې دا پروژه د هند حاکم هندو ملي پال ګوند«بهاراتیا جنتا» (BJP) ایدیولوژي منعکسوي؛ داسې حزب چې د اسلامضده پروسې د زیاتولو او د بېلابېلو ادیانو تر منځ دتاؤتریخوالو د پارولو تور پرې لګېدلی.
سره له دې چې د فلم ډآیریکټر ادعا کوي چې فلم ئې د هېڅ ډلې یا ګوندي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، خو پارش راوال، هغه لوبغاړی چې په فلم کې د «داس» رول لوبوي، د BJP پخوانی استازی دی.
د فلم روایت د حکومتي لرغونپوهنې د ادارې له اسنادو سره په ټکر کې دی
د «اینډین اکسپرس» ورځپاڼې په کرکتنې کې لیکلي: « تاج کیسه » نومې فلم د دسیسې له نظریو ډک یو مخلوط فلم دی؛ دا فلم یوازې ګډوډي رامنځته کوي او واقعیت او خیال سره تړي څو دداسې اهدافو خدمت وکړي چې له تاریخي حقایقو ډېر لیرې دي.
هندي مجلې «هفته» هم ویلي: دا فلم د «یو جذاب سینمايي اثر» او «یو تبلیغاتي اثر» په توګه دواړو کې پاتې راغلی دی.
په مارکیټ کې هم د فلم غبرګون ښه نه و؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو بودجې په مقابل کې یې یوازې کابو ۲ میلیونه ډالر عاید درلود. سره له دې، فلم د ځینو هندوانو په نظر اغېز کړی او هغوی ئې د تاج محل د تاریخ په اړه ګمراه کړي دي.
فلم په بشپړ ډول د هغو هندو ملي پالو ادعا پياوړې کوي چې وروسته له دې چې نریندرا مودي – د هند زوړ پال افراطي لومړی وزیر – واک ته رسېدلی، هڅه کوي د مسلمانانو پر ضد توپیر تر ډيره حده زیات کړړي .
تاج محل د نړۍ له خورا مشهور ودانیو څخه دی؛ دا د هند آګرا ښار ته نږدې، د پلازمېنې دهلي څخه ۲۰۰ کیلومتره سویل کې موقعیت لري او د نړۍ له اوو عجایبو څخه شمېرل کېږي. دغه و دانۍ د مغولو د دولت پنځم پاچا، شاه جهان، د خپلې مېرمنې بانو په یاد جوړ کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4321436