
یکنانیوز د پارس ټوډی فارسی څانګې له قوله راپورراکړ،د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د کاراکاس او واشنګټن تر مینځ د شخړو له زیاتېدو وروسته، له نشه ایزو توکو سره د مبارزې په پلمه، بیا ځلې له دغو تېریو څخه په دفاع سره، نور هیوادونه هم وګواښل او وې ویل: په هر یو هیوادبه چي امریکا ته نشه ایزې توکې قاچاق کړي، حمله وکړي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډې کې زیاته کړه چي ډېر ژر په هر هغه باندې چي امریکې ته د نشه ایزو توکو په قاچاق تورن دي، ځمکني حمله پیل کړي. هغه جوته کړه: یوازې ونزوئلا نه ،بلکې په هر هغه یو کس به حمله وکړي چي دا کار وکړي او زمونږ په هیواد باندې نشه ایزو توکي وپلوري.
په نورو هېوادونو باندې د حملې لپاره د ټرامپ نوی ګواښ چې دا ځل د نشهيزو موادو د قاچاق په پلمې سره کیږي، او په نورو حالاتو کې لکه د ایران پر وړاندې د ایټمي وسلو ترلاسه کولو د هلو ځلو چټي او بېبنسټه پلمې، یو ځل بیا د نړۍ د عامه افکارو په ذهن کې دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې واشنګټن په نړیواله کچه د نړیوالو حقوقو او قوانینو پر ځای د ځنګل د قانون تابع ګڼل کیږي؟
امریکا د نړۍ تر ټولو د لوی فوځي او اقتصادي ځواک په توګه تل هڅه کړې ده چي د لوبې اصول په خپله ګټه بدل کړي، دا چلند نه یوازې د ټرمپ په پړاؤ کې بلکې د امریکا په مخکنیو حکومتونو کې هم لیدل شوی دی، خو فرک ئې دا دی چي د ټرامپ پرېکنده او ګواښونکې ژبه دا حقیقت نورخ هم بړبنډ کړی دی.
د دې ډول چلند یو له مهمو لاملونو څخه په نړیوال نظام کې د امریکا بې ساری ځای دی. واشنګټن د پراخو پوځي اډو د چینل په لرلو سره او اوس د «د قوت له لارې د سولې» په سیاست چې ترامپ ئې تعقیبوي، ادعا کوي چې توان لري پر نورو هېوادونو دباؤ واچوي او همدا سخت قدرت لامل کېږي چې ضروري حقوقي اصولو ته زیاته پاملرنه ونه کړي. په حقیقت کې، کله چې یو هېواد پوهېږي چې کافي پوځي او اقتصادي وسایل لري چې خپلې غوښتنې پر نورو هېوادونو تپلی شي، نو ګډو اصولو او نړیوالو تړونونو ته د پابندۍ لپاره ډېره لیوالتیا نه لري. دا هماغه د ځنګل د قانون منطق دی: یعني قدرت د حق ځای نیسي.
له بل لوري، د امریکا بهرنۍ پالیسي د کورنیو ګټو او د پیاوړو لابئ ډلو تر اغېز لاندې ده. پوځي-صنعتي کمپلکسونو، د تېلو او انرژۍ شرکتونو او سیاسي ډباؤ اچونکې ټولې ډلې ټپلې په واشنګټن کې په پرېکړو کولو کې رول لري. د حملې ګواښ یا د بندیزونو پلي کول نه یوازې د جیوپولیټیکي موخو د پرمخ بیولو وسیله ده، بلکې د دې ډلو د اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره هم ده. نو ځکه، دلته د ځنګل قانون په دې معنا دی چې شخصې او ځانګړې ګټې پر اخلاقي او حقوقي اصولو برلاسي کېږي.
بل مهم ټکی د امریکا د قدرت پر وړاندې د نړیوالو بنسټونو کمزوري ده.ملګرو ملتو او امنیت شورا څو ځله ښودلې چې د واشنګټن یو اړخیزو کړنو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري. د ویټو حق او د امریکا سیاسي نفوذ په حقیقت کې دا بنسټونه فلج کړي دي. کله چې حقوقي او ډلهییز میکانیزمونه خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکړي، نړیوال نظام د بېقانونۍ او د قدرت د غالب کېدو په لور ځي.
د ټرمپ ګواښ هم د امریکا د ځانګړي سیاسي فرهنګ انعکاس دی چې پر مستثنی پالنې، یو اړخیزتوب او برتري غوښتنې ولاړ دی. د امریکا مشران ډېر وخت خپل هېواد د «غوره شوي ملت» په توګه معرفي کوي چې حق لري د نړیوال نظم د ساتلو لپاره اقدام وکړي. دا لیدلوری د پوځي او لاسوهونکو کړنو د توجیه زمینه برابروي. په داسې چوکاټ کې، په قدرت او د ځنګل په قانون باور ،نه یو انحراف، بلکې د امریکا د سیاسي هویت یوه برخه ګڼل کېږي.
له دې سره سره، د دې چلند پایلې چې په ځانګړي ډول د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د واشنګټن لخوا په خورا تېزئ سره تعقیبېږي، د نړۍ لپاره ډېرې خطرناکې دي. پر نړیوالو قواعدو او قوانینو بېباوري زیاتېږي، وسلوالې سیالۍ تېزېږي او هېوادونه د خپل ځان د دفاع لپاره نوو اتحادونو او ډېرږ تېريو کوونکو پالیسیو ته مخه کوي. په پاي کې، نړیوال امنیت سخت زیانمنېږي او سیمهییز بحرانونه پراخېږي. د ټرمپ نوی ګواښ چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د حملې په اړه دی، د دغه ناسم پړاؤ یوه روښانه بېلګه ده چې پکې قدرت په نړیوالو اړیکو کې د ټاکونکي اصلي عامل په توګه د قانون ځای نیسي.
https://parstoday.ir/fa/world-i29938-