
ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ ، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضلالرحمان» د پاکستان د حکومت د پالیسیو په اړه وویل چې اسلاماباد په تېرو ۷۸ کلونو کې له افغانستان سره ریښتینې دوستانه اړیکې نه دي ټینګې کړې.
د «ډان نیوز» په وینا، هغه وویل: «تاسو یوازې جګړه پېژنئ؛ دا مسئله ستاسو په لاس نه حل کېږي.»
فضلالرحمان ټینګار وکړ: «جګړه نه د افغانستان او پاکستان تر مینځ دم سئلو حل دی او نه هم په خپله د پاکستان د خاوري دننه ځای لري.»هغه زیاته کړه چې پکاره ده د دواړو هېوادونو تر مینځ جګړه رامنځته نشي او نه باید د پاکستان دننه د وسلهوالې جګړې لپاره ځای پاتې شي.
هغه د سیمې د سولې لپاره جدي بدلون اړین وباله او ویې ویل چې تر هغو چې زاړې تګلارې – چې پر ډغزې ، بېاعتمادئ اویوازې امنیتي لید ولاړې دي – دوام ومومي، نه به ستونزې حل شي او نه به ثبات رامنځته شي.
فضلالرحمان په ضمني ډول د افغانستان د چارو اوږدمهاله مداخلت او شخړو ته اشاره وکړه او ټینګار ئې وکړ چې وخت رارسېدلی چې اسلاماباد خپل لیدلوری له «جګړې او نښتې» څخه «ګفتګو او ګډ ژوند» ته بدل کړي، او د زور پر ځای له ډیپلوماسۍ، اعتماد جوړونې او رښتینې ملګرتیا کار واخلي.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ف څانګه – چې مولانافضلالرحمان ئې مشر دی – د دغه هېواد له پخوانیو او اغېزمنو مذهبي ګوندونو څخه دی او تل یې د افغانستان په موضوعاتو او دیني مدرسو کې رول درلودلی دی . د هغه دا څرګندونې ښئي چې د پاکستان په مذهبي او سیاسي جریانونو کې د امنیتي تګلارې پر دوام ناخوښي زیاته شوې ده.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/09/10/3461036/