
ایکنانیوز -د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د اسلامی جمهوریت د ټيلیویژني چینل له لارې د ایران ملت ته پخپلې وینا کې د نړۍ ترټولو کرکیجن انسان د وحشي صهیونيي رژيم دحکومت مشر او پر نړئ واکمن ترټولو کرکیجن چینل او لابي صهیونزم وباله او وې فرمائيل؛ لکه څنګه چې امریکا د دوی ترڅنګ ولاړه ده، د صهیونيستانو کرکه او نفرت امریکا ته هم غزیدلی دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي بیګا د ایران له ملت سره د ملی ټيلیویژن له لارې خبرې وکړې او پخپلې وینا کې ئې د ایران قدرمن ملت ته د بسیج ولسی ځواک په پیاوړي کولو او دوامدار ډول راتلونکو نسلونو ته ئې په قدرت سره په منتنقلیدا باندې په ټينګار سره بسیج ولسی ځواک «یوې لوی شتمنئ، ګډ حرکت او د ملي ځواک د قدرتمنیدا یوه مهمه وسیله» وبلله او بسیج ولسی ځواک ئې د ایران په وړاندې په هرډول حملو او یرغلونو کې د امریکا او صهیوني رژیم په ناکامولو کې په یوموټي کیدا سره د قدرت نښه وبلله او د ایران درست ملت او سیاسی لورو ته ئې د ملی اتحاد د ستالو او پیاوړي کولو سپارښتنې وکړې.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران او سیمې په اړه په خپلې وینا کې وفرمائيل؛ امریکا او وحشي صهیونيسټي رژیم نه یوازې د ایران له لاسه بلکه په هرې برخې کې ماته خوړلې ده.
د ااسلامی نقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامی جمهوریت د ټيلیویژني چینل له لارې خپرې شوې وینا په نړۍ کې پراخ انعکاس وموند او د سیمې او نړئ زیاتره سپوږمکیزو چینلونو د حضرت آیت ا ... العظمی سید علی خامنه اي وینا پځپلو چینلونو نندارې ته وړاندې کړه .
المیادین خبري چینل په ځانګړي پروګرام کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود وینا ته اشاره وکړه او وې ویل: د ایران داسلامی انقلاب رهبر له ایرانیانو څخه غوښتنه وکړه چې د حکومت او ولسمشر دې ملاتړ وکړي او په وړاندې ئې متحد او او یو موټی شي ، لکه څنګه چې دامریکا او صهیونیسټي رژيم د ۱۲ ورځنی جنګ کې ئې خپل یووالی نندارې ته وړاندې کړی دی.
المیادین همداراز د اسلامی انقلاب د رهبر په حواله لیکلي: «د ایران ملت، امریکا او صهیونيسټي رژیم ته سخته ماتې ورکړه او امریکا ونهتوانېدله چې ایران او د ایران ملت ته کومه دوکه ورکړي.
المسیره خبري چینل هم د ایران د اسلامی انقلاب د رهبر په حواله لیکلي: «د اسلامی انقلاب ستر رهبر ټینګار وکړ چې بسیج او مقاومت باید په دوامدار ډول نسلونو ته په قدرت سره منتقل شي.
د عراق د المعلومه خبري اژانس د اسلامی انقلاب دمعظم رهبر په حواله وویل: «د مقاومت ښکارنده به دوام وکړي او لا به پراخه شي، او د نړۍ بې وځله ملتونه احساس کوي چې یو څوک شته چې له هغوی ملاتړ کوي.»
المعلومه همداراز د اسلامی انقلاب د رهبر د وینا دغې د برخې ته اشاره وکړه چې وئیلي ئې دي، که امریکا نه واي، نو تیریګر صهیونيسټي رژیم په غزې یا نورو سیمو کې دغه ټول جنایتونه شول کولی .
د لبنان د النشرة خبري ویبسایټ د ایران د اسلامی انقلاب د رهبر وینا ته ډير انعکاس ورکړی او لیکلي ئې دي، آیتالله خامنهای ایرانیانو څخه غوښتنه کړې چې د دښمن په وړاندې د دولس ورځني جنګ په څير په بشپړ ډول متحد او یو موټی پاتې شي.
دغه ویبسایټ د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په حواله لیکلي: «امریکا له ایران سره د ملګرتیا وړ نه ده او د مذاکراتو هیڅ اراده هم نه لري.
د روسي سپوټنیک خبري اژانس هم د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ټيلویژني وینا په اړه راپور خپور کړ. او هغه په حواله ئې ولیکل «که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت د ۱۲ ورځني جګړې په ترڅ کې ځینې زیانونه وګالل او خپل ځینې قوماندانانو ژوند ئې له لاسه ورکړ، خو ایران وښودله چې د قدرت او کلکې ارادې یو مرکز دی. او هیڅکله زور ته نه تسلیمیږي.
د انګریزي او فرانسوي ژبې رسنیو او ورځپاڼو هم د ایران د اسلامی انقلاب د رهبر وینا په انعکاس ورکولو سره د هغه له قوله لیکلی دي ، چې « د ایران امریکا ته د اړیکو د پیغام د استولو ادعا په بشپړه توګه دروغ ده.
د آذربایجان د ویبسایټ پر اساس، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیتا.... خامنهای ویلي چې د امریکا دولت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خبرو کولو وړتیا نه لري.
دغه ویبسایټ همداراز د حضرت آیتالله خامنهای په حواله لیکلي: «تجربې ښودلې ده چې امریکایان په خبرو کې صادق نه دي او یوازې د خپلو غوښتنو دتپلو په لټه کې دي.»
https://iqna.ir/fa/news/4319553