IQNA

د انډونیشیا د نابینایانو په سياليو کې د بریل قرآن ۳۰۰ نسخې وویشل شوې

13:48 - December 10, 2025
د خبر لمبر: 3492140
ایکنا - د انډونیشیا د نابینایانو د نړیوالو قرآني سیالیو چې په جکارتا کې ترسره  شوې ،مسئ،لانو ئې ددغو سیالیو په کونکو کې ۳۰۰ ډيجيټلي بريل قرآنونه  ووېشل.

 ايکنا نیوز د المصري اليوم له قوله راپور راکړ، د د نابیناؤ یا ړندو د لومړنيو نړيوالو قرآني سياليو لومړ  پړاؤ د  البصيره تر سرلیک لاندې د اسلامي نړۍ د انجمن په هڅو سره  د روان کال د لیندئ یا قوس د  میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې (د دسمبر له ۴مې تر ۷مې) پورې د انډونیشیا په پلازمېنه جاکارتا کې تر سره شوه.

دا سيالۍ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو نابینایانو ته ځانګړې شوې وې او په پرانيستو نکو دستورو  کې د اسلامي نړۍ د انجمن سرمنشي شيخ محمد بن عبدالکريم العيسى ،  احمد موزاني (د انډونیشيا د مشورتي مجلس مشر) او نصرالدين عمر (د دې هېواد د ديني چارو وزير)  پکې ګډون کړی و.

د سيالۍ د جوړېدو هدف دا و چې د نابینا حافظانو تر مینځ د قرآني سيالۍ روحيه پياوړې شي، د دې پرګنې هڅونه او درناوی وشي، د هغوی ټولنيز رول راژوندی شي، د حفظ او تجويد په مهارتونو کې ئې وړتياوې لا غښتلې شي، په خپلو وړتياوو د اعتماد کچه ئې لوړه شي او د ټولنې د نورو غړو ترڅنګ په قرآني هڅو او سياليو کې فعاله ونډه واخلي.

سيالۍ په داسې برخو کې ترسره شوې وې: د ټول قرآن حفظ د «منظومه جزريه» په حفظولو سره (چې د قرائت او تجويد له مهمو متنونو څخه دی)، د هلکانو لپاره د قرآن بشپړ حفظ، د نجونو لپاره د قرآن بشپړ حفظ، د ۲۰ جزو او ۱۰ جزو حفظ.

د اسلامي نړۍ انجمن په پایزو مراسمو کې له هغو نابیناؤ حافظانو قدرونه اوستاینه وکړ چې په بېلابېلو عمرونو کې وتلي وو او د قرائت، تجويد او حفظ په برخو کې يې لوړ مهارت درلود.

په دې سياليو کې د فعاليتونو پر مهال د بريل په ليکدود ۳۰۰ برقي قرآنونه چې د نړۍ د نابینایانو لپاره يوه نوې او نوښتګرې ټکنالوژۍ ده، په ګډونوالو وويشل شول.

لومړی مقام د ايران د اسلامی جمهوریت یوې نابینا استازې خپل کړ

همدارنګه د ايران  د نابیناؤ ډلې  حافظې زهره خليلي‌ثمرين د مقدماتي پړاوونو په برياليتوب سره په  تېرېدو او نهائي پړاو ته له رسېدو وروسته توانېدلې چې د ټول قرآن په حفظ کې د لومړي مقام وياړ خپل کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4321804    

captcha