IQNA

د مصر په نړیوالو قرآني سیالیو کې د محمود شحات انور تلاوت (فیلم)

5:26 - December 09, 2025
د خبر لمبر: 3492132
ایکنا - د مصر  د قرآني سیالیو دوه دېرشمپ ړاؤپرون  د مصر د مشهور قاري محمود شحات انور په تلاوت سره پیل شوی.

 ایکنانیوز د «صدی البلد» په قوله راپور راکوي،، سږنی دور د مصر د نوموړي او مرحوم قاري شیخ شحات محمد انور په نوم ترسره کېږي او تر   دسمبرلسمې نیټې پورې  به دوام ولري.

دغه مراسم د محمود الشحات په تلاوت د اسراء او الرحمن   سورو سره پیل شول، چې د فقید قاري شیخ شحات محمد انور د تلاوتونو یاد یې تازه کړ او د پرانیست غونډې فضا ئې معنوي کړه.

د مصر د نړیوالو سیالیو بېلابېلې دورې تر اوسه د نامتو مصري قاریانو په یاد او نوم ترسره شوي دي. د دغو سیالیو شپږ ویشتم دور د «شیخ محمود خلیل الحصری» او اووه ویشتم پړاؤ د استاد «عبدالباسط عبدالصمد» په نوم ترسره شوی و.

محمود شحات انور په دې مراسمو کې د  اسراء سور ې ۲۳ او ۲۴ آیتونه تلاوت کړل:

«وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا…»

(ستا رب حکم کړی چې بې له ده د  بل   چا  عبادت  مه کوئ، او پر پلار او مور نېکي وکړئ؛ که یو یا دواړه دې ستا تر څنګ د زړ بوډئ عمر ته ورسېدل، نو ورته "اف" مه وایه، پر هغوی خپل غږ مه اوچتوه او ورسره په درناوي خبرې کوه.)

«وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ…»

(او د رحمت له امله  ورسره په  تواضع  چلند کوه  او ووايه: "ای زما ربه! پر هغوی رحم وکړه لکه چې هغوی زما د کوچنیوالي په حال کې روزنه کړې".)

او د   الرحمن سورې  له لومړي تر څلورم آیت پورې:

«الرَّحْمَنُ، عَلَّمَ الْقُرْآنَ، خَلَقَ الْإِنْسَانَ، عَلَّمَهُ الْبَيَانَ…»

(رحمان، قرآن یې ور زده کړ، انسان یې پیدا کړ، او خبرې  یې ورزده کړې.)

ایکنانیوز ددغو تلاؤتونو ویډیوئي کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4321429     

captcha