IQNA

د ایران سمندري ځواک هر ډول یرغل او تیري ته د پریکنده ځواب لپاره ته چمتو دی

9:06 - November 28, 2025
د خبر لمبر: 3492078
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سردار سید عبدالرحیم موسوی وویل:د ایران سمندري ځواک چمتو دی چې په هر ډول احتمالي تیري او یرغلونو ته چورلټ او پښیمانه کوونکي ځواب ورکړي.

ایکنانیوز  د پوځ د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار عبدالرحیم موسوی پرون په یو پیغام کې چې د ایران د سمندري ځواک د  ملی ورځې په مناسبت یې ورکړی،وویل:د ایران سمندري ځواک په ځاي امکاناتو او  د جهادي روحیې په مرستې سره د هر ډول احتمالي ګواښ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

سرلشکر موسوی په خپل پیغام کې زیاتوي:د ایران  سمندري ځواک په تېرو کړکیچونو او ګواښونو کې، په ځانګړي توګه د امریکا او اسرایلو له  ۱۲ ورځنیو یرغلونو  وروسته، د خپلې وړتیا، قدرت  او بشپړ چمتووالي ثبوت ورکړی چې د هر ډول احتمالي تیریو او برید لپاره پریکنده ، مؤثر او پښیمانه کوونکی ځواب ورکړي. دا ټول د ځاي امکاناتو،نوښتونو  او د غیور جهادي ځواکونو د روحیې په مرستې  سره دی.

سرلشکر موسوی د ایران د سمندري ځواک او د سپاه پاسدارانو  د ملګرتیا په اړه وویل: «د فارس خلیج  ، عمان سمندر او د ایران د سرحدي اوبو امنیت ساتل د پوځ  د سمندري ځواک او د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواکونو ترمینځ د همغږۍ، همکاري او ګډو هڅو پایله ده.په  الهی فضل سره،  اوس دا سټراتیژیکه ملګرتیا  د  هرډول ماډرن ټيکنالوجیکي حملو د  مخنیوي او  له سیمې د  ورآخوا ګواښونو د  ځواب ورکولو لپاره یوه غوره بېلګه ګرځېدلې ده.

سردار  موسوی د سمندري ځواک د پرمختګونو په اړه هم وویل: «نن سبا  د ایران سمندري ځواک نه یوازې په پوځي  برخې کې، بلکې په علمي، تعلیمي، ټیکنالوژيکي او د سمندري ډیپلوماټیکو برخو کې هم فعاله او اغیزمنه ونډه لري او د متخصصینو او ژمنو ځواکونو په روزنې سره د هیواد د سمندري ځواک لپاره یو روښانه راتلونکی جوړوي.

https://iqna.ir/fa/news/4319444

captcha