IQNA

په ملایشیا کې د اسلامي وحدت سیمه ییز کنفرانس ترسره کېږي

10:37 - December 11, 2025
د خبر لمبر: 3492146
ایکنا - د ملایشیا د اسلامي مشورتي شورا مشر،مولوی عزمي عبدالحمید، د مذهبونو د نردیکت د نړیوالې ټولمې   په مرکز کې د دې مجمعې له عمومی منشی حجة‌الاسلام والمسلمین حمید شهریاري سره وکتل او خبرې ئې ورسره وکړې.

 

 

  ایکنانیوز د ټولنې  د عامه اړیکو  د ادارې له قوله راپور راکړی، حجت‌الاسلام والمسلمین ډاکټر حمید شهریاري د عزمي عبدالحمید د ایران سفر او د هغه د هغې ګټورې وینا – چې د « د مقام معظم رهبرئ له نظره د آزادد مفهوم نومې  کنفرانس کې وکړل شوه ،مننه وکړه. نوموړي وویل: داسلامی مذهبونو د نزدیکت نړیوالو ټولنه  غوښتنه لري چې په ملایشیا کې د  مذهبوننود نزدیکیت په چورلیزتوب، په ځانګړې توګه د فلسطین د موضوع او د مسلمانانو د وحدت په پیاوړتیا کې د هغې د رول  په اړه، نړيوال  کنفرانس جوړ شي او مونږ د دې کار لپاره د ملایشیا د اسلامي غیر حکومتي تنظمینونو او ادارو  له شورا سره د بشپړ ملګرتیا لپاره چمتو یو.

ډاکټر عزمي عبدالحمید هم د دې وړاندیز هرکلی وکړ او څرګنده ئې کړه چې په ملایشیا کې د داسې کنفرانس جوړول اغېزشیندونوکي، ګټور او د سیمې له اړتیاوو سره سمون لري. هغه وویل:د فلسطین موضوع کولای شي د وحدت او تقریب د بحثونو لپاره یوه مهمه نښلونکې نقطه وي.

پر دې موضوع سربېره، د میانمار، تایلند او فلیپین د مسلمانانو ستونزې هم د وحدت له بحثونو سره تړل کېدای شي؛ ځکه چې د دغو هېوادونو مسلمانان له جدي حقوقو محروم دي او د وحدت او تقریب طرحه په دغې سیمې کې د پراخ هرکلي وړ ده.

هغه زیاته کړه: درې اونۍ وروسته به ملایشیا د دې سیمې مشري په غاړه واخلي،داسې سیمه چې په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې ډېر اهمیت لري. دا سیمه له ۶۵۰ میلیونو څخه ډېره نفوس لري چې ۴۷ سلنه ئې مسلمانان دي. له همدې امله، په دې سیمې کې د وحدت موضوع دوه برابره اهمیت لري.

ده وویل چې د دغه کنفرانس د پیاوړتیا لپاره به هڅه وشي چې د ملایشیا مخکښ عالمان، د دې هېواد او د جنوب‌ختیځې اسیا د هېوادونو متخصصان، او همدارنګه د ایران دیني عالمان په دې غونډه کې ګډون وکړي  څو یو ځل بیا د وحدت ،یووالي او نزدیکت موضوعګانې په دیني فکر کې وڅېړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4321986/

captcha