
یکنانیوز د الاخباریه له قوله راپور راکړی، د پاریس لوي جومات ، د اکتوبر له پنځلسمې تر دیرشمې نیټې پورې عمومی خلکو ته بلنه ورکړې ده چې د ؛ په اسلام کې جوماتونه؛ په عنوان سره د الجزایر د یوه هنر مند دلیل ساسی په وسیله ترسره کیږي، کتنه وکړي. دغه هنر مند فیصله کړې ده چې په درستې نړۍ کې د جوماتونو ډولوالی او د اسلامی معمارئ ولوله د خپلو نقاشیو د آثارو په چوکاټ کې نړئ ته وښئ.
د یوه مینه ناک او د جادوئي قلم خاوند او خوندي کونکي هنر مند په توګه دلیل ساسی ددغه نندارتون په جوړولو خوښي ښودلې او روښآنه ئې کړې ده ، دغه پيښه اسلام ته یو خدمت دی او دهرې نقاشئ د لرغونتوب او د هر هغه څه په باب به چې د مسلمانانو لپاره جومات بریښوي ، توضیح ورکړي.
هغه زیاته کړه ،د جومات زیږیدا له اسراء او د پیغمبر اکرم له معراج سره اړونده ده ، هغه مهال چې خداوندمتعال لمونځ واجب کړ او د ا یمان ترټولو لوی رکن ئې وګرځاوه، نو له هغه مهاله جومات د عبادت لپاره او داسلام د پیغام دخپرولو لپاره په یوه مرکز بدل شوی دی.
هغه ووئيل، هغه لومړنی جومات چې په مکې کې او بیا په مدینې کې جوړ شوی ، د معنوي او معمارۍ تمدني پيل ؤ ، چې څه دپاسه ۱۵پيړیو پورې هماغه راز دوام لري او جوماتونه په داسې مشالونو بدل شوي دی چې مسلمانان ئې په پنځو واړو پراعظمونو کې سره غونډ کړي دي.

د ساسی په وینا، دغه نندارتون هغه معماری او معنوی تاریخ رابرسیره کوي چې تیر وخت له اوسني وخت سره ګنډي او په فلسطین کې دالاقصی جومات، د الجزایر جامع جومات،په الجزایر کې د کچاوا لرغونی جومات او په استانبول کې آبی جومات په څير دلویو جوماتونو د معمارۍ ولوله رابرسیره کوي. دغه معماري شاهکارونه له وخت او ځای څخه ورهاخوا د معنوي او جوړښتي ښکلا د ارزښت په دلیل د نړیوال میراث دیوې برخې په توګه طبقه بندي شوي دي.
دغه الجزایري هنرمند ټينګار کوي چې د هغه هنری او کلتوری دنده ایجابوي چې دغه کلتوری خزانه نړیوالو نندارې ته وړاندې کړي.
په دغه نندارتون کې ۳۱ آثار شامل دي او د ملایشیا،قطر، الجزایر او فرانسې په څير د هیوادونو مشهور جوماتونو انځورونه نندارې ته وړاندې کوي.
دغه نندارتون د مختلفو هیوادونو ترمینځد کلتوری مبادلې او داسلامی میراث د پیژندګلوۍ لپاره یو ځانګړی فرصت برابر کړی دی او لیدونکي په اسلامی نړۍ کې د جوماتونو له تاریخ اوهنر سره آشنا کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4311745