
اېکنانیوز د المینار راپور راکړی، د حزب الله لبنان عمومي منشي، شيخ نعيم قاسم، د اسلامی انقلاب دستر لارښود له نظره د "غناء او موسيقي" نومې کتاب د مخ کتنې په د ستورو کې ووئيل؛ له نړيوالې همغږۍ سره سره، د اسرائيلو موخې ترلاسه شوي نه دي او نه به ئې ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه: په لبنان او سيمې کې د امریکا لاسوهنې ډيره ورانکاره ده او په ځان پسې نسل وژنې او د بې ګناه خلکو د وینې بهیدا لري.
شیخ نعيم قاسم ويلي: په لبنان او سيمې کې د امریکا مداخلت دا ثابتوي چې دوي د نسل وژنې او قتل عام لارښوونه کوي څو خپلې توغندوي پروژې ته پاملرنه وکړي. نتيانو يو د لوي اسرائيل پروژه وړاندې کوي چې د لويې امريکا په خدمت کې دی، ځکه مونږ ګورو چې ټرمپ په درستې نړۍ کې څه کوي.د حزب ا... لبنان عمومي منشي روښانه کړه: لبنان هغه څه چې اسرائيل ئې غواړي نشي ورسره منلی او امريکا هم څه نشي کولی؛ تر هغه وخت پورې چې سرلوړی ولس موجود وي او لویه قرباني ورکوي . مونږ دجنګ له یوې داسې مرحلې سره مخ يو چې پکې ډېر درد او کړاؤ او ډېر اميد شته ځکه اسرائيل خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او هیڅکله به ئې دغه موخې پوره نشي.
هغه ټينګار وکړ: لبنان بايد سرلوړی، عزتمن، خپلواکه، و پیاوړی باقي پاتې شي. اسرائيل له لبنان سره د موافقې په عملي کولو او د جګړې او جنګ پای ته په رسولو پسې نه دی. هغه څوک چې فکر کوي د حزب ا ... بې وسلې کول ستونزه حل کوي، سخت تیر وځي ،ځکه د حزب ا... وسله د لبنان يوه برخه ده او دوي غواړي چې لبنان پیاوړی نه وي او قدرت ونه لري. خو د اخوب به ئې پوره نشي .
https://iqna.ir/fa/news/4312101