IQNA

د شیعه قرآنی منشور مخ کتنه وشوه

12:05 - October 22, 2025
د خبر لمبر: 3491903
ایکنا – د آيت الله علی رضا اعراقي ، له پاکستانه د علامه سید افتخار نقوي او د یوشمیر قرآني استاذانو ، څيړاندو او د علمیه حوزې دمرستیالانو په شتون سره شیعه قرآنی منشور افتتاح شو.

ایکنانیوز راپور راکړ، دحوزې د مدیر آیت الله علی رضا اعرافي، دپاکستان د علامه سید افتخار نقوي، د علمیه حوزې د مرستیالانو ، د قرآن او مستشرقانو د ټولنې د مشر حجةالاسلام محمد حسن زماني او د قرآن د معارفو او کلتور د پوهنځي دمشر محمد صادق یوسفي مقدم او د یوشمیر نورو قرآني استاذانو او څيړاندو په شتون سره ئې نن مخ کتنه وشوه.

د علمیه حوزې د قرآن څيړنې د ټولنې مشر حجةالاسلام محمد علی رضائی اصفهاني د قم په معصومه (س) دیني مدرسې کې د شعه قرآنی منشور د مخ کتنې په دستورو کې ووئیل؛ ددغه قرآني منشور له تولید څخه هدف هغو شبهاتو اوشکونو ته په پام سره چې د شیعه قرآن په باب مطرح کیږي، شیعه مراجعینو او لویانو او د قم د علمیه حوزې له خوا د قرآن کریم په باب دیوه متقن سند خپریدا ده چې دنیا ته وړاندې شي. 

رضائی اصفهاني زیاته کړه ، دغه منشور د دیني مراجعو آیت الله العظمی ناصر مکارم شیرازي، آیت الله العظمی سبحاني ، آیت الله حسنی بوشهري او د جامعة المصطفی د مشر آیت الله عرافي او د علامه سید افتخار نقوي او ځینو نورو شخصیّتونو پشمول ځینو نورو شخصیّتونو له خوا تائيد شوی دی او په دې اړه ئې ځيني خبرې هم وکړې. آیت الله اعرافي ټينګار وکړ، ددغه منشور مستندات د یوه کتاب او جزؤ په چوکاټ کې خپریږي او دغه کار هم تر چاپه رسیدلی دی.

هغه ووئیل؛ په دغه کتاب کې د هغو ټولو مراجعو او عالمانو لاسلیکونه چې منشور ئې تائيد کړی دی ، موجودې دي او د المصطفی نړیوالې مرستیالي به هم ددغه منشور ترجمه کړي او بیا به ئې خپور کړي.

د قرآن متواتر قرائت چې د عامو مسلمانانو دقرائت په اساس دی معتبر دی.قرآن کریم د اسلام اساسی قانون او په قوانیو ،اعتقاداتو ،اخلاق او داسلامی او انساني علومو کې یوه اصلی مرجع او جامعیّت لرونکی دی او د هغو هر مخالف شی مردود دی.

https://iqna.ir/fa/news/4311829

captcha