IQNA

آیسسکو ته د اسلامي نړۍ دمشهور خطاط د قرآن ډالۍ کېدل

14:59 - December 28, 2025
د خبر لمبر: 3492230
ایکنا - د اسلامي نړۍ د ښوونې، ساینس او کلتور  ادارې  (آیسسکو) د یو نادر او اصلي قرآن کریم نسخه تر لاسه کړې چې د اسلامي نړۍ د نامتو خوشنویس او خطاط  «ابوالحسن علي بن هلال بن عبدالعزیز» په خط لیکل شوې ده.د مراکشي خوشنویس قرآن آیسسکو ته ډالۍ شو

 ایکنا نیوز ، د morocco له قوله راپور راکوي،  د قرآن دغه نسخه د ابوالحسن علي بن هلال بن عبدالعزیز، چې په «ابن بواب» مشهور دی، په خط کتابت شوې ده. دا نسخه رتیبة الصفریوي، چې په مراکش کې د پوهنتون متقاعد شوی استاد دی، آیسسکو ته ډالۍ کړې ده.

د آیسسکو د اعلان له مخې، الصفریوي دا نسخه د اسلامي نړۍ د خطي میراث د ساتنې او ودې په برخه کې د دې  ادارې  د مخکښ رول د قدرونې په توګه آیسسکو ته ورکړې ده.

د آیسسکو عمومي مشر ، سالم بن محمد المالک، وویل: دا اقدام د ستاینې وړ دی، ځکه چې دا د اسلامي نړۍ د خطي نسخو د ملاتړ یوه نېک  دود ته وده ورکوي او د علم خپرولو ته هڅونه کوي.

هغه زیاته کړه: دا کار همدارنګه د آیسسکو رول پیاوړی کوي، چې د فرهنګي عناصرو د له مینځه تلو او زیان څخه د ساتنې، او د مسلمانو ټولنو د میراث او د هغوی د فرهنګي، علمي او تمدني ونډې د معرفي کولو لپاره هڅه کوي

رتیبه الصفریوي د دې قرآن د ډالۍ کولو په مراسمو کې د هغې په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: دا نسخه هغه ته د خپل مرحوم ورور، سید عبدالحی الصفریوي، له لوري پاتې شوې ده، او له یوه پېژندنیزې کتابچې او د قرآن د ځینو سورو د معناوو له فرانسوي ژباړې سره یوځای ده.

آیسسکو اعلان وکړ چې ابن بواب د دریمې او څلورمې هجري قمري پېړۍ له سترو خوشنویسانو څخه ګڼل کېږي، چې د نسخ خط د لیکلو اصول ئې پراخ کړل او د هر حرف د برخو ترمینځ ئې ښکلي تناسبات تنظیم کړل.

اهدای قرآن خوشنویس برجسته جهان اسلام به آیسسکو

هغه ټول ټال څلورشپېته قرآنونه لیکلي دي، چې تر ټولو مشهور ئې د هغه له قرآنونو څخه یوازینۍ پاتې نسخه ده، چې په ۳۹۱ هجري قمري کال کې په بغداد کې لیکل شوې ده. دا نسخه د ایرلنډ د پلازمېنې ډوبلین په «چستر بیتی» کتابتون کې ساتل کېږي، او هغه نسخه چې آیسسکو ته وړاندې شوې ده، له همدې قرآن څخه اخیستل شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4325176

captcha