
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د اسټکهلم د لوي جومات مخې ته د قرآن د سوځولو له پېښې وروسته، سویډني ژبې ته د قرآن کریم د ژباړې د اخیستلو غوښتنې تر پام وړ پورې زیاتې شوې دي، او کېدای شي دا د سویډن په ټولنه کې د دې غمجنې پېښې یو مثبت اغېز وبلل شي.
خو په سویډن کې د تېرو کلونو په اوږدو کې د قرآن کریم نورې ژباړې هم شته، چې ډېرو کسانو د سویډن مسلمانانو ته د قرآن د مفاهیمو د رسولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
اوس مهال د قرآن کریم اته بېلابېلې ژباړې په سویډني ژبه شته دي؛ لومړۍ ژباړه ئې د اتلسمې میلادي پېړۍ پورې اړه لري او وروستۍ ژباړه ئې په روانې پېړۍ کې ترسره شوې ده، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په دریمه د اسکاندیناوي د تعلیمي بنسټ له جوړېدو وروسته، چې د قرآن د ژباړې په لاره کې یې ګام واخیست.

د قرآن هره سویډني ژباړه له بلې سره ځانګړې توپیرونه لري، او د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې د موجودو ژباړو له نیمایي څخه زیاتې ئې د غیرمسلمانو سویډنیانو او د نورو دینونو د پیروانو، لکه یهودیت او مسیحیت، له خوا ترسره شوې دي. دغو کسانو د قرآن له پېژندنې سره ځانګړې لېوالتیا لرله او د خپلې ټولنې پر وړاندې یې د مسئولیت احساس کاوه، نو ځکه ئې قرآن کریم سویډني ژبې ته وژباړه او بازار ته ئې وړاندې کړ.

کریستوفر تول، په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په خپلې یوې مقالې کې چې «سویډني ژبې ته د قرآن ژباړه» نومېږي، د هغو تاریخي پړاوونو او شخصیتونو هر اړخیزه څېړنه کړې ده چې قرآن ئې سویډني ژبې ته ژباړلی دی. همدارنګه په سویډن کې ځینو پوهنتوني مقالو د قرآن هغو برخو ته پام اړولی چې لاتیني یا سویډني ژبو ته ژباړل شوې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4324613