
ایکنانیوزـ- دخندق په جنګ کې کله چې پیغمبر اکرم(ص) له مسلمانانو سره یو ځاي دخندق په کیندلو بوخت ؤ،نو منافقینو چې د مسلمانو سترګې بل پلوه لیدې اوغافل وائ ،نو خپلوکورونو ته به تلل. په داسې حال کې چې ریښتینې مسلمانانو له پيغمبر اکرم(ص) څخه اجازت اخست او د کار په ختمیدا سره بیرته ستنیدل.
قرآن کریم د نور سورې په ۶۲ آیت کې د لومړئ ډلې په مذمت او محکومیّت کې فرمائي؛ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ».
له ؛جامع امر؛ څخه مقصد هر هغه مهم کار دی چې د خلکو غونډې پکې لازمه ده او دهغوي ملګرتیا او مرسته او تعاؤن ضروري وي؛ پر دې اساس دهر هغه مهم کار لپآره چې دهغه د حل په باب ، رهبري دټولو خلکو ګډون او شتون لازم ګڼي ، جایزه نه ده چې څوک صحنه د رهبرۍ له اذن پرته پریږدي او لاړ شي.
په دوام کې بیا فرمائي؛ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ».
دغه آیت د خدای له ولی څخه په اجازت سره د ایمان پر نه جلاکیدا ټينګار کوي.په آیت کې د «شأنهم» تعبیر یعني دا اجازت یوازې د اهمیّت وړ کارونو لپاره دی
پیغمبر اکرم(ص) هم د کسانو د شتون د امر او اثراتو د اړخونو او پایلو په نظر کې په نیولو سره اذن ورکاوه. دوي که څه ماذون او مجاز دي، خو پر ډله ایز کار د شخصي کار دمقدم بللو په دلیل او یو ډول ترک اولی په خاطر مغفرت او رحمت غوښتنې ته اړتیا لري.
د ایران په اسلامی جمهوریت کې د جامع امر یومصداق ، په واټونو کې د ولس ولولناک شتون دی چې د دښمنانو د دسیسو د ناکامئ او په میدان کې د حاضرو مبارزانو د حوصلې اوانګیزې د زیاتیدا سبب شوی او له دلیلپرته په دغو ځایونو کې نه شتون جایز نه دی.
https://iqna.ir/en/news/3496958