
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطیب، آیت الله سید احمد خاتمی د سویس په جنوا ښار کې په وروستیو اټومی خبرو اترو کې له پنځه جمع یو ډلې سره د ایران موافقې ته په اشارې سره وویل چې د ایران د ملت سرلوړی مقاومت دی نه د خبرو اترو میز او د هېواد او نظام مصلحت هم د مقاومت د فرهنګ په دودېدا کې دی.
ښاغلی آیت الله خاتمی پر دې په ټینګار سره چې دښمن د ایران د ملت د مقاومت پر وړاندې شاتګ ته اړ شو، وویل چې له دښمن سره په مقابله کې له انقلابی تاندوالی سره یو ځای ډیپلوماټیکی هڅې هم اړینې دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب هم دا رنګه د دې بیانولو سره چې د ایران د ملت دښمنانو له دې مخکې اجازه نه ورکوله چې په ایران کې دې د علم تحقیقاتو لپاره د سانټرپیوژ دستګاه کار وکړی، زیاته یې کړه چې اوس د ایران د ملت د مقاومت په مټ او د ایرانی پوهانو د هڅو له برکته د سانټرپیوژ ۱۹ زره دستګاوې د کارکولو په حال کې دی.
حضرت آیت الله خاتمی هم دا راز د ایران اټومی مرکچی ټیم ته په سپارښتنې سره وویل چې د ایران ملت پر تاسوو باور لری، خو په هماغه کچه پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو بې باوره دی او تمه دا ده چې ډېر پام مو وی چې د دښمن په دسیسو کې بند نه شئ.
1333888