IQNA

عامر عثمان؛ د مصر له شیخ‌القراء څخه د قرآن د ثبت تر څارنې پورې

14:04 - May 23, 2026
د خبر لمبر: 3492808
ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.

یکنانیوز  د «وتو» خبري سایټ  له قوله راپور راکوي، د مئ شلمه نیټه چې د شیخ عامر عثمان د وفات کلیزه ده،  د دغه لوي  او تکړه قاری  د کلیزې په مناسبت په مصر او ځینو نورو  هیوادونو کې هم  د قرآن ددغه شیخ القراء د  یاد او خاطرو په خاطر دستورې جوړې شوي دي .

شیخ سید عامر عثمان، چې هم نانوا او هم د مصر پخوانی شیخ‌القراء و، د پنځو سترو مصري قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبر په ښار مدینې منورې کې وفات شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

شیخ عامر یو باوقاره او ډېر محترم شخصیت و او د قرآن د تلاوت له مخکښو څېرو څخه شمېرل کېده.

هغه لومړی قرآن کریم په خپل کلي کې له شیخ عطیه سلامه څخه زده کړ، وروسته ئې د شیخ ابراهیم البناسي په حضور کې شاګردي وکړه او د تجوید په فن کې ماهر شو.

شیخ عامر له شیخ البناسي څخه د شاطبیه او الدره طریقو له مخې لس‌ګونې قرائتونه زده کړل.

شیخ عامر په الازهر پوهنتون کې شامل شو او هلته ئې اسلامي او عربي علوم ولوستل. وروسته ئې په قاهرې کې په خپل کور کې د قرآن د قرائت تدریس پیل کړ، او د هغه کور د قرآن زده‌کوونکو او د قرآن د مینه‌والو محصلینو لپاره د زده‌کړې مرکز وګرځېد.

په ۱۹۴۵ کال کې، هغه د الازهر د عربي ژبې پوهنځي د قرآن د قرائت د څانګې د استاد په توګه وټاکل شو، او تر ۱۹۶۸ کال پورې ئې دغه دنده ترسره کړه.

عامر عثمان از نظارت بر ضبط قرآن تا شیخ القرائی مصر

عامر عثمان د مصر د پنځو سترو قاریانو، چې محمود خلیل الحصري، عبدالباسط عبدالصمد، محمد صدیق المنشاوي، مصطفی اسماعیل او محمود علي البنا پکې شامل وو، د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه کړې وه. هغه همدارنګه د همدې ډلې او نورو مشهورو قاریانو د تجوید لرونکي قرآن د ثبت ناظر هم و.

په ۱۹۸۰ کال کې د قاري شیخ محمود خلیل الحصري له وفات وروسته، شیخ عامر عثمان د مصر د شیخ‌القراء په توګه د هغه ځای ناستی شو.

څلور کاله وروسته، هغه مدینې منورې ته سفر وکړ، څو د ملک فهد د قرآن د چاپ د مجمعې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړي. هغه د خپل وفات تر وخته هلته پاتې شو او خپل ژوند ئې د قرآن کریم خدمت ته وقف کړ، او قرآن هغه ته په دنیا او آخرت کې لوړ مقام ورکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4353594

captcha