IQNA

حضرت امام حسین علیه السلام

21:40 - November 05, 2014
د خبر لمبر: 1470517
امام حسین علیه السلام خپل زوے امام زین العابدین ته په وصیت کې فرمایی: اے زویه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بیا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدایه پرته بل څوک نه لری (ځکه چې خدای د داسې مظلوم بدله ډیر زر اخلی)


دریم امام حضرت امام حسین علیه السلام

د هجرت په څلورم کال د شعبان د میاشتې په دریمه نیټه د حضرت امام علے علیه السلام او بی بی فاطمې (ع) دویم بچے امام حسین علیه السلام د وحی او ولایت په کور کې وزیږدۀ. کله چې پیغمبر(ص) د دۀ له زوکړې خبر شو نو د امام علے علیه السلام او بی بی فاطمه (ع) کور ته ورغے او اسماء ته یې وفرمایل  چې دا بچے ورولی. اسماء امام حسین علیه السلام په سپینې کپړې کې ونغښتۀ او د خدای د رسول(ص) خدمت ته یې یوړو ګران رسول (ص) د هغۀ په ښی غوږ کې بانګ او ګس غوږ کې اقامت وویې.



امام حسین علیه السلام او پیغمبر(ص)



د هجرت په څلورم کال د امام حسین علیه السلام  د زوکړې له وخت څخه د خدای رسول (ص) تر وفاته پورې چې دا ټوله موده شپږ کاله او څو میاستې کیږی خلق د هغې مینې او محبت له امله چې پیغمبر(ص) له هغۀ سره لرله د هغه په لویې مقام او لوړاوی پوه شول. 

سلمان فارسے رضی الله عنه وائی : یوه ورځ می ولیدل چې د خدائی رسول(ص) حسین علیه السلام  په زنګون کښینولے ، ښکلوی یې او فرمایی : تۀ پخپله لویې یې ، د لویې پلار ځوې، او د لویو زامنو  پلار یې، تۀ په خپله   امام، د امام ځوې او د امامانو پلار یې، تۀ د خداې حجت، د خداې د حجت ځوې او د خداې د نهو حجتونو پلار یې چې ورستے یې د زمانې امام مهدی دے.

د انس بن مالک نه روایت دے: یوه ورځ له پیغمبر(ص)  پوښتنه وشوه چې په خپلو  اهلبیتو کښې درباندې څوک ډیر ګران دے؟ وې فرمایل چې حسن علیه السلام  او حسین علیه السلام  د خدای رسول به اکثره حسنیان خپلې سینې ته جختول، بویول او ښکلول به یې.

ابو هریره وایی: د خدای رسول(ص) امام حسن علیه السلام  او امام حسین علیه السلام په اوږو کیښنولی وو او زمونږ په لور روان ؤ کله چې مونږ ته راورسید نو وې فرمایل څوک چې زما د دغو دوو بچیو سره مینه وکړی له ما سره یې مینه کړے او څوک چې ورسره دښمنی وکړی له ما سره یې دښمنی کړې ده 

له امام حسین علیه السلام  سره د پیغمبر(ص) د مینې انتها د خدای رسول (ص) له دے حدیثه معلومولے شو چې فرمایی: "حسین منے و انا من حسین" حسین علیه السلام  له ما څخه دے او زۀ له حسینه یم"



د امام حسین علیه السلام  اخلاق او کردار



د امام حسین علیه السلام  په شپږ کلن عمر چې نظر واچوؤ نو وینو چې د هغوی ټول وخت په پاک لمنۍ، بندګۍ، د پیغمبر(ص) د دین په تبلیغ او د لوړو مفاهیمو په خپرولو کې تیر شوے دے.

هغه حضرت له مانځه دعا او له خدای سره له راز و نیاز سره ډیره مینه لرله. کله کله به یې په شواروز کې په سلګونو رکعتونه مونځونه کول   او حتے د ژوند په وروستۍ شپې کې یې هم مونځ او دعا پرے نۀ ښوده او د شهادت په  وخت یې له دښمنانو دومره مهلت وغوښتو چې له خدای سره راز و نیاز او مونځ وکړی او وے فرمایل خدای خبر دے چې زۀ له مانځۀ د قران له تلاوت او دعا او استغفار سره څومره مینه لرم . 

ابن اثیر په اسدالغابه کتاب کې لیکی:

کان الحسین رضی الله عنه فاضلاً کثیر الصوم والصلوة والحج والصدقة و افعال الخیر جمیعاً.

امام حسین (ع) به ډیره زیاته روژه نیوله، مونځ به یې کوو، حج ته به تللو، صدقه به یې ورکوله او ټول ښه کارونه به یې کول، د حسین علیه السلام شخصیت دومره لوړ او پرتمین ؤ چې کله له خپل ورور امام حسن سره پیاده حج ته روان ؤ نو ټول بزرګان او اسلامی شخصیتونه د دوی په احترام کې له خپلو سورلو کوز شول او له دوی سره یې ټوله لاره پیاده ووهله.



د امام حسین علیه السلام ځینې ویناوې



1. امام حسین علیه السلام خپل زوے امام زین العابدین ته په وصیت کې فرمایی: اے زویه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بیا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدایه پرته بل څوک نه لری (ځکه چې خدای د داسې مظلوم بدله ډیر زر اخلی)

2. یو سړی له امام حسینه وغوښتل چې د دنیا او اخرت د ښیګړې په حقله ورته څۀ ولیکی، امام حسین علیه السلام ورته ولیکل: بسم الله الرحمن الرحیم. څوک چې د خدای رضا غواړی او د خدای خوشحالی د خلقو په غصې خرڅه نه کړی، نو خدای به یې په هره چاره او د خلقو په چارو کې بې نیازه کړی او څوک چې د خلقو رضا غواړی او د خلقو خوشحالی او رضا د خدای په غصه واخلی نو خدای یې خلقو ته پریږدی (یعنې خدای ورځنې خپل کرم او رحمت واخلی)

شهادت

لکه څنګه چې مخکښې هم اشاره وشوه امام حسین علیه السلام له خپلو اهلبیتو او ملګرو سره د کربلا په دشته کې د یزید ملعون د پوځیانو او شمر ملعون په لاس د هجرت په یوشپیتم کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه د دریو ورځو تږې په ډیر ظلم سره شهید شو. خدای دې ارواښاد لری.

captcha