IQNA

په عراق کې د محصیلینو د ځانګړي قرآنی ډلې د ملی سیسالیو د نهم پړاؤ ترسره کیدا

12:32 - October 11, 2025
د خبر لمبر: 3491840
ایکنا -   د عراق د پوهنتونونودمحصیلینو د قرآن د  ځانګړي (ټیمي )ملی ډلې د سیالیو نهم پړاؤ عراق د حسینی آستان د دارالقرآن په همت او د کربلا پوهنتون د اسلامی علومو د پوهنځي په ملګرتیا سره ترسره کیږي.

یکنانیوز له کربلا راپور راکوي،  د حسینی مقدس آستان د  دارلقرآن  یوه پلاوي  دعراق دپوهنتونونو په سوئې کې د قرآني ډلو ملی سیالیو   د  نهم پړاؤ  د ترسره کیدا لپاره  د تیاریانو، همغږئ او ملګرتیاؤ د لارو چارو د ارزونې په موخې سره  د کربلا پوهنتون کتنه وکړه. 

د حسینی مقدس آستان  سره اړونده د قرآنی اطلاع رسونې د مرکز مسئول وسام نذیر الدلفی  په دې باب ووئيل؛ دغه پلاوي د کربلا د پوهنتون له مشر صباح واجد علی او ددغه پوهنتون د اسلامی علومو د پوهنځي له مشر  محمد حسین الطائي سره  وکتل.

هغه زیاته کړه، په دغې کتنې کې د سیالیو د هغو تخنیکي او منظمونې  اړخونه چې  د حسینی مقدس آستان  او د  کربلا پوهنتون د اسلامی علومو د پوهنځي په ملګرتیا سره ترسره کیږي،  و ارزول شول او  د روان  کال د نومبر په ۲۳ نیټې څخه تر درو ورځو پورې  ئې په ترسره کیدا موافقه وشوه.

 ددغې کتنې په پاي کې  د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن پلاوي  د  کربلا د پوهنتون د مشر  د بې ځنډه ملاتړونو او د دوامدارو هڅو په دلیل  د مخکینیو قرآني محفلونو و پړاؤنو په بریالیتوب  کې د فعال ګډون او دواړو  لورو ترمینځ  مشترکو قرآني فعالیتونو  هم قدرونه ورته او ستاینه وشوه.

https://iqna.ir/fa/news/4309851

captcha