IQNA

د اسلامی كانفرنس سازمان په عراق كې د حسينې زوارانو قتل عام محكوم كړ

14:06 - February 17, 2009
د خبر لمبر: 1745184
نړيواله ډله: «اكمل الدين احسان توغلو» د اسلامی كانفرنس سازمان ستر سكتر، په عراق كې امام حسين د زوارانو قتل عام له ترهګری ډلو لخوا سختۍ سره محكوم كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) يو ګزارش چې له عربستان ورځ پاڼې الشرق څخه یې نقلوی داسې راغلی دی: اكمل الدين احسان توغلو پرون مازیګر يوې بيانیې خپرونې سره دا اعلان وكړ،چې ترهګری ډلې دا كوښښ كوی چې د شيعه و قتل عام سره عراق هيواد د مذهبې او فرقه واری نښتو ته ورګډ كړی.
دوی په دې پیښې باندې د سخت افسوس كولو ضمن كې له مختلفو اسلامی مذهبونو پيروانو غوښتنه وكړه چې اسلامی يوالې او وحدت دې حفظ كړی او د مختلفو فرقو تر مينځه د فتنې اچولو د دښمنانو دسيسې دې شنډې كړی.
څو شيعه زواران د جمعې په ورځ د نمريز كال په يولسمه مياشت په 25 نیټه د امام حسين عليه السلام د څلویښتم د لمانځلو په مناسبت پياده له بغداد جنوب څخه د كربلا او د امام حسين زيارت اړخ ته روان وو چې د يو ځان مرګی حمله كې تقريبا 40 تنه شهيدان او 80 تنه ژوبل شو.
364383
captcha