د نوروز په باب له امام جعفر صادق عليه السلامه څو حديثونه نقل شوی دی چې امام وايی: نوروز هغه ورځ ده چې دې ورځې الله تعالی له خپلو بندګانو د بندګۍ عهد او پيمان اخستې و چې خدای سره به بل څه شريك نه جوړوئ او د هغه په پيغمبرانو او جانشينانو به ايمان راوړئ او د نوروز ورځ هغه لومړۍ ورځ ده چې نمر په زمكه وځليد په دې ورځ د نوح (ع) كشتې وچې ته راغله نوروز هغه ورځ ده چې په لومړی ځل الله تعالی جبرائيل عليه السلام په پيغمبر اكرم (ص) نازل كړ او هغه ورځ ده چې پيغمبر اكرم (ص) حضرت علی عليه السلام په خپلو اوګو اوچت كړ او په خانه كعبې كې یې د قريشو بتان كوز كړل او هغه ورځ ده چې امام علی (ع) په نهروان جنګ كې په خپلو دښمنانو غالب شو او په جنګ كې بريالې شو
له امام صادقه يو بل روايت دی چې فرمايی: كله چې د نوروز ورځ راشی نو لومړۍ غسل وكړئ ښايسته او پاكې جامې واچوئ او عطر ولګوئ او سنت دی چې د دې ورځې روژه ونيسئ
366565