سياسی او ټولنيزه ډله: په اسلامی معاشری كې د رسول الله د وفاته وروسته د سياسی، ټولنيزاو كلتوری انحرافاتو عوامل په موضوع كانفرنس نن د اسفند د مياشتې په پنځمه نیټه د پيغمبر اكرم، امام حسن مجتبی او امام رضا عليهم السلام د عزادارۍ او ماتم د ورځو په مناسبت سره د «لوزاكا» په ښار كښې د امام رضا جومات كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) ګزارش پر اساس چې په زامبيا كې د ايران د كلتوری مركز یې نقلوی په دې عزادرۍ كې، په زامبيا كې د ايران د كلتوری مركز استازې ښاغلی «اسدی موحد» به په اسلامی معاشری كې د رسول الله له وفاته وروسته د سياسی، ټولنيزاو كلتوری انحرافاتو عوامل، او د هغه حضرت په ژوند كې د اسلامی اولس د چارو چلولو موضوع څیړی. دا مراسم به د ماښام او ماسخوتن د لمانځه وروسته شورو كیږی.
هغه زياته كړه چې د پيغمبر اكرم له وفاته وروسته د مسلمانانو د وروسته پاتی كيدلو اصلی سبب د هغوی د يو عادل رهبر څخه ليری كيدل وو.
همدا رنګ «شيخ موسی سعيد» د زامبيا د ځوانانو انجمن غړی، د ځوانانو روزنی، پيغمبر په نظركې موضوع به په دې مراسمو كې بيانوی او د ځوانانو مخې ته راتلونكی اخلاقی او سياسی كړكيچونه بيا په خصوصی توګه په اسلامی هيوادونو كې، او دغو كړكيچونو سره د مقابلې لارې به څیړی.
په دې مراسمو كې به په عربی، انګريزی او اردو ژبوكې ماتم او نوحه خوانی كیږی. ود.
368334