IQNA

داسلام پراختيا د صهيونيسټ رژيم لپاره يوه لويه خطره ده

9:05 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750317
سياسی او اجتماعی ډله:د اسلام او اسلامی ايران پرمختګ او ترقی د صهيونيسټ رژيم لپاره يوه لويه خطره ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مازندران څانګې د ساری سيمې استازی د رپوټ له مخې د فلسطين له ولس څخه د دفاع د ټولنې قائم مقام مرتضی نعمت زاده په تيرو ورځو داسفند په ١٠ نیټه په ساری كښې د سرۀ زيتون د نندارتون د پرانستې په دستورو كښې وويل. په غزې كښې د اسلام روح جنګيده او په همدې وجه د غزې خلق كامياب شول.
هغه زياته كړه د غزې جنګ دوه اړخونه لرل. يو اړخ یې د صهيونيسټ رژيم لپاره غميزه وه او بل اړخ یې د غزې د خلقو لپاره يوه حماسه وه چې په غزه كښې یې له استكبار سره د مقابلې او د اسلام د كاميابۍ لپاره د خلقو ترمېنځ يو بنيادی او بنسټيز بدلون رامنځته كړ.
د فلسطين د دفاع ټولنې قايم مقام وويل: كه چرې مونږ دا غواړو چې د غزې په شان جنګ دې بيا ونۀ شی نو بايد په غزې د جناياتو مرتكب كسانو د محاكمې لپاره هڅه وكړو. او دا كار د ټولو مسلمانانو د زړه غوښتنه ده.
هغه په اخر كې وويل: چې په ظاهره خو عسكری جنګ ختم شوې دی خو سياسی او په نورو زمينو كې جنګ اوس هم دوام لری.
371037
captcha