د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جمهوری اذربايجان څانګې د يو راپور پر اساس، دا مقابله د مولود مكه په عنوان د دې هيواد د ديندارو ځوانانو په ګډون سره تر سره كیږی.
د باكو ښار د جامې جومات د دينې جمعيت په ويب پاڼې ديرلر د دې خبر په اعلان سره په دې مقابلې كې د ګډون كوونكيو شرطونه هم اعلان كړ.
په دې مقابلې كې ټول خلق ګډون كولې شی او ګډون كوونكې دې خپل نومونه په ديرلر ويب پاڼې كې ښودلې شوی بریښنا ليك كې وليكی. او د نومونو ليكلو اخيری مهلت 13 مارچ 2009 دی.
دا مقابلې په ورومبی ځل تير كال د پيغمبر اكرم (ص) د زوكړې په مناسبت په اذربايجان كې د 117 كسانو په ګډون سره تر سره شوې وې. چې پكښې د باكو ښار يو ځوان ښاغلی «ناطق كريملی» اول راغلی و او د انعام په توګه د خانه كعبې زيارت لیږل شوې و
373645