د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جمهوری اسلامی افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له افغان غږ خبری اژانسه یې نقلوی، د كابل ښار د جمعې لمانځه امام ښاغلی آيتالله «تقدسی» د لويدیځ د اسلام پر ضد مختلفو اقداماتو په محكومولو په ترڅ كې دا سپكاوی یې چټې ، بی اساسه او د دښمنۍ نښه وبلله.
آيتالله «تقدسی» زياته كړه د شيعه و او سنيانو ځانی احوالو قانون يو بل سره ډير نږدې ده ځكه چې ډير مسايلو یې له قران پاكه راخستې شوی دی.
د كابل ښار د جمعې لمانځه امام ښاغلی آيتالله «تقدسی» وويل د لويدیځ او لويدیځ ځپليو مقصد يوازې د شيعه سره مخالفت كول ندی بلكې هغو اسلام هم نه غواړی.
د كابل ښار د جمعې لمانځه امام وويل د چې په اسلام كې د كور مشر بايد سړې وی او د كور كنټرول بايد د سړی په لاس كې وی. او د كور خرچ او نور بهرنې څيزونه د سړې په لاس دی او كه ښځه غواړی له كوره بهر ووځې نو بايد له مړه اجازه واخلی او دا خبره د انسانی حقوقو مخالفه نده.
د كابل ښار د جمعې لمانځه امام څرګنده كړه هر څه چې كیږی مونږ هغه قانون نشو منلې چې قران پاك سره مخالف وی.
يادونه كوو چې افغانستان د ځانی احوالو قانون له تير اوونۍ د لويدیځ رسندويو لخوا په يو لانجې بدل شوې دی او امريكې او لويدیځ رسندویې شيعه و دا قانون د حقوق انسانی پر ضد ګڼې چې ښځه له كوره وتلو په وخت بايد له مړه اجازه واخلی.
386287