د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د ګلاسسټر شاير پوهنتون د اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د دې پوهنتون د انسانی علمونو د ډلې په مرسته، د شيعو په هكله په ويناوو سره ترسره كیږی.
دا سمينار به د دې پوهنتون د انسانی علمونو د ډلې مشر «شلی ساگوارا» په وينا سره شورو كیږی او بيا به پكښې د اكسفورډ د پوهنتون د عربۍ او اسلامی مطالعاتو استاد «كنت كرگ» د شيعه د پيدا كيدو په هكله خپل دليلونه په خپلې وينا سره وړاندې كوی.
بيا به پكښې د «ادينبورو» پوهنتون د عربۍ او اسلامی مطالعاتو استاد او د«اورينتال كالج» او «كمبريج» پوهنتونونوتير استاذ «آرزينا لالانی» چې د لندن د شيعو د مطالعو غړې به د «په اسلام كښې د شيعو سنت» تر موضوع لاندې خبرې كوی.
386114