د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په خارجی ژبو د قران پاك د ترجمو مركز يو قران په تركۍ ژبه ژباړلی دی.
په خارجی ژبو د قران پاك د ترجمو د مركز مشر حجتالاسلام والمسلمين «محمد نقدی» د دې ترجمې په هكله ايكنا ته وويل: دا ترجمه په تركیې كښې كوثر خپرندویې ادارې ته وركړې شوې ده او په استنبول كښې به خپریږی، دا ترجمه اوس لګيا ده چاپ كیږی او هڅه كیږی چې په تهران كښې دوه ويشتم نړيوال نندارتون د ترسره كيدو پورې تياره شی.
نقدی زياته كړه: تر اوسه پورې په استنبولۍ ژبه تقريبا ١٠٠ ترجمې په استنبولۍ تركۍ كښې بازار ته راغلی دی خو په دې ترجمې كښې هڅه شوې ده چې د اهلبيتو كلتور پكښې د شيعه و له تفسيرونو او سرچينو واخستی شی چې دا يو نوی كار دی.
په دې ترجمه كښې دا هم هڅه شوې ده چې د شيعه او سنی تر مينځ پكښې څخه اختلاف نه وی او د اهلبيتو(ع) له روايتونو پكښې ګټه اخستی شوې ده.
387558