IQNA

د تاجكستان په پوهنتونونو او سركاری ادارو كې په لمونځ كولو بنديز ولګيد

8:56 - April 15, 2009
د خبر لمبر: 1765079
د افتخاری خبريالو ډله /سيد جواد رحيمی: په تاجكستان كې يو نوې قانون پاس شوې دی چې د دې هيواد په پوهنتونونو كې او سركاری ادارو كې د لمونځ ادا كولو اجازه نشته
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د قران ریډيو له ويب پاڼې یې نقلوی، چې دې بې انصافه قانون په خلاف خلقو د خپګان څرګندونه كړې ده خو د تاجكستان د عالمانو جمعيت په دې هكله خاموش او چپ دی
د مينځنې ايشيا په هيودونو كې د دينو احكامو په اجرا كولو په روانو وختونوكې ډير بنديزې لګيدلې دی د قرقيزستان د تعليم وزرات هم څه موده مخكښې يو اطلاعيه خپور كړې وه چې پكښې راغلی وو چې په تعليمې ادارو كې د پرده دارو جنكو د داخلو مخنيوې دې وشی حال دا چې په قرقيزستان كې د مسلمانانو اكثريت هم دی
د خلقو د سخت احتجاج نه وروسته دا بنديز ختم شو يوازې اذربايجان داسې هيواد دې چې پكښې ټول مسلمانان دی او د شيعه يو لوې شمير هم پكښې دی خو بيا هم په دې هيواد كې په اسلامی پردې ينديز دی.
387146
captcha