IQNA

د تهران د جمعې لمونځ به نن د حضرت آيت اللہ امامی كاشانی په امامت ادا كولې شی

10:51 - April 17, 2009
د خبر لمبر: 1765779
سياسی او ټولنيزه ډله: د دې اوونۍ د تهران د جمعې لمونځ به نن د خبرګانو د مجلس غړې او د مصلحت د پيژاندو غونډې ممبر ښاغلی حضرت آيت اللہ امامی كاشانی په امامت د تهران په پوهنتون كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دې اوونۍ د تهران د جمعې لمونځ مراسم به نن د جمعې په ورځ د دوری د مياشتې په 28 نیټه له 11:50 بجې د قران پاك په تلاوت سره په تهران پوهنتون كې شورو كیږی او د جمعې د لمانځه د خطبو نه مخكښې د ايران مجلس د اقتصادی كميشن مشر ښاغلی حجت الاسلام غلام رضا مصباحی" به د دې كال د نوم په مناسبت يانی (د استعمالولو د طريقو سمبول او اسراف نه ځان ساتل) په موضوع خپله وينا وړاندې كوی.
او پس له دې به د خبرګانو د مجلس غړې او د مصلحت د پيژاندو غونډو ممبر ښاغلی حضرت آيت اللہ امامی كاشانی به د جمعې خطبې پيلوی.
389033
captcha