د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «برناما» خبری اژانس یې نقلوی، «جميل خير بهاروم» د سه شنبې په ورځ په دې سمينار كښې ګډون كوونكيو ته وويل: اسلامی محققان او څیړاندی بايد د اسلام ښوونې نظام ستونزو سره مخامخ شی او دا نظام په داسې طريقه ورځنې او نوې كړی چې د اوسنۍ نړۍ د اړتياوو ځواب وركولی شی.
د انډونيشيا، فيلپاين، برونئی او تايلينډ د اسلامی مؤسساتو نمايندګان په دې دوه ورځنی سمينار كښې ګډون كوی.
388918