د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې كلتوری او فكری ناستې كې د اهل بيت عليهم السلام د كلتوری مركز مشر ښاغلی «حجت الاسلام و المسلمين سيد عبدالصاحب موسوی» او د شام څیړاند ښاغلی «يوسف مصطفی» د مقاومت كلتور په اسلامی يووالی او وحدت باندې تاثير په موضوع خپلې وينې وړاندې كړی.
د «د مقاومت د كلتور په اسلامی يووالی اغيز» نومې ناسته په حلب كې د ايران د كلتوری اوونۍ د تر سره كولو په څنګ كې جوړ شو.
په دې كلتوری اوونۍ د كتاب په نندارتون كې نږدې 1500 د امام خيمنی رحـته الله عليه د اوسنۍ ستر لارښود ښاغلی سيد علی خامنه ای، شهيد مرتضې مطهری، شهيد بهشتې په مختلفو موضوع ګانو كتابونه خلكومخې ته وړاندې شول
همدا رنګ په دې اوونۍ كې دری سينمايی فلمونه «سينه سرخ»، «خاكستر سبز» و «آفتاب بر همه يكسان می تابد» سره د عربی ترجمې د حلب په كلتوری مركز كې مينه والو ته وښودل شو
392833