IQNA

د بی بی زينب(س) نيكمرغۀ زوكړه

19:01 - April 29, 2009
د خبر لمبر: 1771427
د حضرت بی بی زينب (س ) د ژوند ليك
د حضرت بی بی زينب (س ) د ژوند ليك
حضرت زينب سلام الله عليها د امام علی ابن ابی طالب عليماالسلام او د بی بی فاطمه زهرا عليه السلام لور ده. خپل خوږ ژوند یې د مور پلار دګران نيكه (پيغمبر(ص)) او وروڼور (امام حسن او امام حسين عليهما السلام) په خوا كې شورو كړ. د پينځه كلنې نه د بی بی زينب سلام الله عليها د غم او سختيو ډك ژوند- د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم د وفات سره سم - شورو شو او د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم نه وروسته په ډيره كمه موده كې د داسې مور ليدونكې وه چې د ديوال او ور تر منځ یې فرياد كاؤ: اې فضه! ما ونيسه!
په زرګونو غمونه پرله پسې د بی بی زهرا د لور د وړوكی زړه ميلمه شو. د پلار نه یې د خلافت په زور اخستل، د علی ابن ابی طالب په زوره او پښې ابله جمات ته بوتلل، او هغه تازيانې چې مور یې په مټو خوړې او اخر دا چې د بی بی فاطمه زهراعليها السلام د شهادت غم، دې ټولو غمونو د بی بی زينب (س) ملا ماته كړه.
ته به وایې لكه چې زينب بی بی د ژوند له سره داسې غمونه له جوړه شوه چې په راتلونكی ژوند كښې ورته يو لوی غم پروت وی.
هغه غمونه چې پلار یې اول نه هغه خبره كړې وه. يوه ورځ چې بی بی د تفسير درس ښودلو او د كهيعص تفسير یې كاوه نو پلار علی یې راغلو او ورنه یې د دې د تفسير په هكله پوښتنه وكړه او ورته یې وويل چې ماته د دې تفسير كولې شې؟
زينب بی بی ورته وويل: هو.
علی عليه السلام وويل: اې زما د سترګو تورې!
دا ټكی په كربلا كښې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم په اهلبيتو باندې د راغلی مصيبت، په هكله اشاره كوی. او كيدې شی ويلی یې وی كاف نه مطلب كربلا دے. ها نه مطلب هلاكت، ياء نه مطلب يزيد دے چې په امام حسين عليه السلام به ظلم كوی عين نه مطلب عطش او تنده ده او ص نه مطلب صبر دے.
بی بی زينب د زمانې څپیړې وخوړې د دې لپاره چې د عاشورا پيغام ورسوی.
په هماغه ورځ چې د تره وزے عبدالله بن جعفر یې غوښتلو ته راغے ورسره یې دا شرط وكړ چې د امام حسين عليه السلام كور ته به په تللو كښې ازاده يم او هر كله چې هغه په سفر ځی نو زه به هم ورسره ځم.
د امام عليعليه السلام او مشر ورور امام حسن عليه السلام شهادت هغه نوره غمجنه كړه.
او بيا په شپيتم هجری كال كښې د سفر وخت راورسيد او ورور حسين سره له مدينې نه مكې ته او بيا له هغه ځايه د كربلا په لور روانیږی.
په كربلا كښې د خپلو وروڼو او ورارونو شهادت په خپلو سترګو ګوری او عون او محمد چې د بی بی په جولۍ كښې لوی شوی دی له خپل وروره قربانه وی.
زينب بی بی دا هر څه ګوری او دا هر څه ورته دومره حوصله وركوی چې د عاشورا په ماځیګر ترې د قافلې ساروانه جوړوی.
د يوولسم محرم په شپه د خيمو له سوزيدو وروسته، سره د ډېرو غمونو په ټیټه ملا د تهجدو لمونځ كوی او په سبا بيا امام سجادعليه السلام او نورو بنديانو سره د كوفې په لور روانیږی.
په كوفه كښې بی¬بی زينب (س) د ابن زياد دربار ته بوتلې كیږی او په داسې حال كښې دربار ته ننوځی چې لونډې ترې ګېر چاپير دی او ابن زياد ته توجه او پام نه كوی.
ابن زياد له دې بې توجهې ډېر خفه كیږی نو سره د دې چې هغه بی بی یې پيژندلې وه بيا هم تپوس كوی دا مغروره بی¬بی څوك ده.؟
څوك ورته ځواب نه وركوی.
بيا تپوس كوی خو بيا هم څوك ځواب نه وركوی او په دريم ځل چې كله تپوس وكړی نو يوه ښځه ورته ځواب وركوی: دا بی¬بی زينب د علی لور ده.
عبيدالله وايی: زه د خدای شكر وباسم چې تاسو یې خوار كړئ او ستاسو دروغ یې څرګند كړل.
بی بی زينب ورته په ډېرې زړه ورتيا سره ځواب وركوی: مونږ د خدای شكر وباسو چې مونږ ته یې شهادت نصيب كړ او فاسقان یې وشرمول.
مونږ په خپل ټول عمر كښې دروغ نه دی ويلی او دروغ د فاسقانو كار دے.
بی بی زينب په شام كښې هم د يزيد په دربار كښې هم يوه ډېره ښه او ګرمه خطبه وركړه، او د يزيد د شرم نغاره یې وهله، سره د دې چې د يو ډېر لوی ظالم په بند كښې وه خو بيا یې هم خلكو كښې داسې جذبه پيدا كړه چې د معاويه د زوی د حكومت بنيادونه یې ولړزول.
په ظاهره خو داسې ښكاريده چې يزيد باچا دے او بی¬بی بنديوانه، خو په حقيقت كښې د بی¬بی زهراء(س) لور، د يزيد نه سا وباسله او يزيد یې دې مجبور كړ چې د خپل حكومت د ختميدو له ويرې د بنديانو كاروان مدينه ته واپس كړی.
كله چې كاروان مدينې ته راغے نو ټولو ته پته وه چې كوم ځای ته ځی. كاروان د مسجدالنبی په لور لاړ.
بی¬بی زينب په زړه كښې خپل نيكه ته ډېرې ګيلې راوړې وې نو څنګه چې د خپل نيكه قبر ته ورسيده په لوړ اواز سره یې غږ وكړ: های د خدای رسوله!
د حسينعليه السلام د شهادت خبر مې درله راوړے دے.
له دې پیښې وروسته مدينه يو ځل بيا دې ته تياره شوه چې د امام سجادعليه السلام او زينب كبری(س) نه زده كړه پيل كړی.
بی¬بی زينب به خلكو ته احكام او فتواګانې بيانولې او د هغوی د پوښتنو ځوابونه به یې وركول.
د بی بی زينب ويناوې به په خلكو باندې د هغې د پلار علی عليه السلام په شان لګيدې.
د بی بی زينب كار دا ؤ چې د شهيدانو وينه بې له څه ګټې له منځه لاړه نه شی او خلك ترې خبر شی چې په څنګه ظلم سره د خپل نيكه د دين ژوندی كولو لپاره له خپل مال، اولاد، كورنۍ او ځانه تېر شو.
آخر دا چې د ډېرو مصيبتونو له زغملو وروسته دې بی¬بی په 62 هجری قمری كښې له دنيا سترګې پټې كړې.
(د يزيد په دربار كښې)
د بی بی زينب عليها السلام وينا
د مهربان او بخښونكی خداې په نامه
د عالمينو د خداې ستاينه كوم او په ګران پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم او د هغۀ په آل عليه السلام درود لیږم د بدكارو (او ستاسو په شان ستمګران) په باره كښې د خداې پاك وينا پورا شوه چې په ګناه او بدكاری ككړ شول نتيجه او سرانجام داسې ځاې ته ورسيد چې د خپل نفس د رضامندۍ لپاره یې د خداې پاك ايتونه دروغ وبلل. هغه یې باطل وګڼل او د هغو په حقله یې بې پروايی وښوده
ای يزيده! له دې امله چې مونږ د سختۍ او مصيبت كښې واچولو، اسيران دې كړو او په ښار ښار دې وګرځولو ګمان دې وكړ چې داسې ډول (قسم) كارونه به زمونږ د سپكاوی سبب او ستا د عزت او توانمنۍ دليل وګرځی. دا چې سپیګمۍ دې الوزی او په ډير غرور او تكبر سره اخوا ديخوا ګورې او دنيا تر خپل لاس لاندې وينې، په داسې حال كښې چې د اهل او لايقو كسانو حق دے، په ناحقه غصب كړو او په دغو سطحی چارو پورې دې زړه تاړه او د يو موټی نالايقو كسانو چې ستا په خواؤ شا كښې راغونډ دی احتراماتو او دا چې كارونه په خپله ګټه ګڼې خوشحال كړې یې!
آيا دا خيال كوې چې دا واقعات به ستا په ګټه وی او ستا دا ظالم حكومت به دوام ومومی؟!
ته په خپلو كارونو مۀ مغروریږه. په مزه حركت كوه او پوهه شه چې دا حالات او مهلت چې تاته او ستا خواؤ شا كسانو ته وركړې شوې دے د دې لپاره دے چې ته او ستا چاپلوس ملګری خپل ماهيت څرګند ووينی او په خپلو سپكو او شرمناكو كارونو سره خپله رسوايی نوره هم ښكاره كړی ګمان مۀ كوه چې دا تسلط او نا جايزه استفاده چې له خپل قدرت نه دې كړې ده ستا په ګټه تمامه شی بلكه د يو ذليلوونكی عذاب منتظر وسه چې ستا په انتظار كښې به وی او په مسلمه توګه به په ابدی رسواۍ او پښيمانۍ كښې پريوزې. پس ډير زر به حالات او احوال بدل شی.
ای د ازاد شويو زويه! يعنی د هغو پلارانو چې تر خپل وسه پورې یې د حق او اسلام له پر مختګ (ترقۍ) سره مخالفت وكړ او باالاخره د دوه مخيتوب او منافقت له مخه یې اسلام قبول كړ او د دې باوجود چې د اسلام پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلمورباندې تسلط لرلو په هغوی احسان وكړ او ډير درګذر او احترام سره هغوی ازاد او معاف كړل يا پدې حال سره ستا دا كار انصاف دې چې خپلو ښځو او وينځو ته دې په احترام سره د پردو شاته ځاې وركړې دے او مونږه دې چې د خداې د پاك رسول صلی الله عليه و آله وسلملوڼې يو د ګڼو خلقو تر مينځ د اسيرانو په شكل راوستو او د اخوا ديخوا خلقو تماشه دې جوړ كړو.
ايا دا ښه خبره ده چې د خداې د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلميادګار او د وحی د مركز تربيت شوی كسان دی له دښمنانو سره ښار په ښار وګرځول. چې د كوچيانو، ښاريزو، لريو، نزديو كمينه او شريف خلقو ټولې طبقې مونږ ووينی او تماشه مو وكړی؟ ايا په دې خوشحال شوې یې چې په داسې حال كښې چې ګران ورور (امام حسين عليه السلام ) مې او زمونږ بهادر او شجاع سړی له مونږ سره نشته چې زمونږ مدد او ملګرتيا وكړی زمونږ دې دا حال جوړ كړو؟
هو! له تانه مو بې له دې نه څه هيله لرلې شوه ؟ ولې ته د هغې ښځې اولاد نه یې چې د ډيرې كينې او كمينه توب له مخې د اُحد د جنګ په شهيدانو كښې ورګډه شوه او پيغمبر اكرمصلی الله عليه و آله وسلمد ترۀ حمزه بزرګوار صلی الله عليه و آله وسلمبدن یې بربنډ كړو په خپلو غاښو نو سره یې د هغه ځیګر وخوړو ـ له هغه كس نه چې د بدن غوښه یې د شهيدانو له وينې نه جوړه او وده یې كړی وی او له تاسو نه چې د حضرت امام علی عليه السلام كورنۍ ته مو تل د بغض، كينې او دښمنۍ په نظر كتلی دی او جاهليت د زمانې د انتقام په فكر كښې يی بې له دې څه توقع او اميد لرلې شو ؟
ای يزيده! ته د دې ټولو جنايتونو مرتكب شوې او ورباندې خوشحال یې او په ډير غرور تكبر او مستۍ سره خپل بد كرداره مشران دې چې له اسلام سره مخالفت كښې یې تر خپل اخری وسه پورې كوشش كړې دے. خپل مخاطب ګرځولی دی او په خوشحالۍ سره وایې:
اې كاش چې پلار نيكونه مې موجود وې او د دې انتقام كتوونكې وې چې د حضرت امام علی عليه السلام له زوې نه دې واخيست او ماته یې مباركی راكړې وی ، د اجملې په داسې حال كښې په ژبه راوړې چې په ډير بې شرمۍ سره په خپل بينت او لښتې سره د ډير پاك او پاكيزه قربانی وركونكی يعنی زما د مظلوم ورور امام حسين عليه السلام پاكو غاښونو طرف ته د هغه د لوڼو او خپلوانو په مخ كښې اشاره كوې.
ولې به داسې نه كوې او په داسې غرور او تكبر كښې به ولې ډوب نۀ یې آيا ته خبر یې چې زمونږ په زړونو دې څه رنګ زخمونه جوړ كړل؟
د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم له پاك نسل نه دې په څه پاكو وينو تويولو ځان ككړ نكړ؟ او د عبدالمطلب له اولاد نه دې څه ځلانده ستوری ډوب نكړل؟
ته چې خپل پلار، نيكونه دې د خپلو خبرو مخاطب كړل او په هغوی احسان خرڅوې يوه ورځ به له هغوی سره يو ځاې شې او په دې كارونو چې دې وكړل او په دغو خبرو چې دې وكړې او زړونه چې دې زخمی كړل ډير پښيمانه شې او دا ارمان به كوې چې ای كاش لاسونه او ژبه مې پرې شوې وې خو چې داسې چارې مې نه وې كړې او دغه رسواۍ مې نه وې په برخه شوې او د يو زر تيريدونكی هوس لپاره به نه تلافی كيدونكو جنايتونو نه وې ككړ شوې.
دلته بی بی زينب عليه السلام په درديدلی او له اخلاص نه په ډك زړه خپل پروردګار ته په توجه سره دا دعا كوی او وايی.
ای پروردګاره! ته په خپله زمونږ حق له ظالمو دښمنانو نه واخلې او له دغې ډلې نه چې په مونږ یې ظلم وكړ او زمونږ وينه یې په ناحقه تويه كړه زمونږ بدل واخلی.
(بيا یې يزيد تا مخ كړ او وې فرمايل)
ای يزيده! په دې خيانت سره چې د وكړ، ګويا خپله څرمن دې څيرې كړې وې او لاسو سره دې خپله غوښه پرې كړې وې .
ډير زر به د خداې له ګران پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم سره ملاقات وكړې پداسې حال كښې چې د هغه د اولاد وينې تويولو درون پیټی به دې په غاړه وی او د هغه د ډيرو پاكو يادګارونو په بې احترامۍ او سپكاوی به ككړ وې . هغه ورځ ډير زر رارسيدونكې ده چې دا خواره واره به راغونډ شی او حق به د هغه حقدارانو ته ورسی. په هیڅ وجه ګمان و نكړې چې هغه كسان چې د خداې په لاره كښې یې استقامت كړې او قتل شوی دی مړه دی بلكه هغوی په حقيقت كښې ژوندی دی او د خداې بې پايانه نعمتونه به یې په برخه وی ،
ای يزيده! په هغې مقدمه او محاكمه كښې چې ستا او د اسلام د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم تر مينځ به جوړیږی ، خداې پاك به زمونږ او ستا تر مينځ فيصله فرمايی او هغه كسان چې له تانه ګير چاپير دی (او د خپلو ذاتی ګټو د جلبولو او د اسلامی ټولنې د تاوان لپاره ستا د ملګرتيا دعوې كوی) ډير زر به پوه شی چې د مسلمانانو په چارو باندې یې ستا په مسلط كولو سره څومره لوی خيانت كړې دے او ډير زر به څرګنده شی چې څومره به سپك او پريوتی وی.
كه څه هم دا وخت يو مصيبت دې چې داسې حالات را مينځته شول چې زه له تا سره مخا مخ شم او درته خبرې وكړم خو زه (د دې بر خلاف چې ستا خو اؤ شاله سرنه تر پښو چاپلوس كسان له تا سره له خوشامندو نه ډكې خبرې كوی او ستا غوږونه یې له دغو چټی او بې بنيادوخبرو سره عادت كړی دی) تا ډير او بې ارزښته ګڼم او تا د دروغو چټی او بې وقوفانه خوشامندو په ځائ د بې اندازه غندلو او ملامتولو جوګه ګڼم خو بايد څه وكړو په اوس حال كښې زمونږ سترګې د خپلو عزيزانو په فراق كښې له اوښكو او ژړانه ډكې دی ـ او زړونه مو د هغوی په مصيبت كښې سوزیږی ـ څومره عجيبه ده چې شيطان صفته ، كمينه او له انسانيته لرې كسانو د خداې پاك تر ټولو د پاكو كسانو ډله د خپلې ناپوهۍ ، شهوت پرستۍ او جاه طلبۍ له مخې محاصره كړه او په ډير ظلم و ستم او نامردۍ سره یې قتل كړه. دا ستاسو لاسونه دی چې زمونږ د پاكانو او شهيدانو په وينو رنګ شوی دی او دا ستاسو خولې دی چې ګويا زمونږ د هغو عزيزانو غوښې مو تيكه تيكه كړې او كړت تېرې كړی دی.
های افسوس! چې هغه پاكيزه بدنونه یې هماغه شان په زمكه وغورزول او راغلل او ډير سپكاوی سره یې، په ځاې د دې چې هغه په وينو كښې رنګ بدنونه یې دفن كړی وې په هماغه حال كښې یې پرېښودل او مونږه یې په زور را روان كړو.
ای يزيده! كه زمونږ د عزيزانو قتلول او زمونږه اسيرول په خپله ګټه ګڼې نو پوهـ شه چې ډير زر به يو لوې تاوان او بدله په غاړه ولرې.او په داسې حال كښې چې هیڅ ملګری او مرسته كوونكی به ونلری پكار دے د دغه لوې جرم جواب وركړې . مونږ په جپل خداې ته ستا د ظلم او نا انصافۍ شكايت كوو، او هغه ها غه ذات دې چې زمونږ د پناه ځاې دې او په خپلو بندګانو ظلم روانه ګڼی .
اوس چې طاقت په لاس كښې لرې نو له لاسه چې دې څه كار كیږی وې كړه او له مونږ سره په دښمنۍ كښې چې هر اقدام كولې شې وې كړه او ( د خلقو د غافِلولو په حقله) له هیڅ مكر نه ډډه ونكړې او په مونږ باندې د ظلم او ستم او د ويرې او وحشت د جوړولو په باب كښې څومره كوښښ كولې شې وې كړه خو په خداې مې دې قسم وی چې ته هغه طاقت نۀ لرې چې زمونږ فضيلت لرونكې نوم ختم كړې او د خلقو له ياد نه مې وباسې ته نه شې كولې چې زمونږ او زمونږ د هغو شهيدانو فضايل چې په صادقانه توګه یې د الله تعالی په لاره كښې او له جهالت، بې خبرۍ او ګمراهۍ نه خلقو ته د نجات وركولو په لاره كښې جدوجهد وكړ، ختم كړې. او هیڅ كله به ؤ نه كړې شې چې له خپلې لمنې نه دا شرم او بدنامی پاكه كړې چې له مونږ سره دې داسې سلوك وكړ.
ای يزيده! ايا داسې نه ده چې ستا پلان ډير كمزورې او بې قدر و قيمته وو او له څو شيبو نه زيات مهلت به ونلرې؟ ايا ستا دوران به ډير زر ختم نشی؟ او حالات به دې تيت پرك او تس نس نشی؟
هو، ډير زر به دې الهی اواز تر غوږو شی چې، په ظالمانو دې هميشنۍ لعنت وی، او خو مونږ د خداې پاك ډير شكر ګزار يو چې د كار ابتدا مو په نيكمرغۍ او سعادت سره شروع او كار مو د خداې په لاره كښې په شهادت او قربانی سره تر سره كړو. له خدايه غواړو چې زمونږ په شهيدانو دې د خپل رحمت تكميل وكړی. او د هغوی په جزا او انعام كښې دې اضافه وكړی او زمونږ مرسته دې وكړی چې د هغوی ښۀ او نيك جانشينان شو او د هغوې قربانی په ښه توګه نتيجه ته ورسوو. بخښونكې او مهربان خداې هغه ذات دے چې په هر حال كښې پناه وركوونكې او ډير ښه مل او ملګرې دے.
آلا لَعنَةُ اللهِ عَلی القُومِ الظَالِمِين
بی شكه خداې دې په ظالم قوم لعنت كوی.
د دې وينا نتيجه
د دغې وينا اوريدلو او له مجلس نه بهر (يعنی د يزيد دربار نه بهر) د هغې خپريدلو سره په ذهنونو كښې يو ډول انقلاب او پښيمانی رامينځته كړه او په تيره بيا په هغو كسانو كښې یې چې تر څو لحظو مخكښې پورې یې په خپلو كړو جرائمو فخر او غرور كوو، ډير افسوس او پښيمانی پيدا كړه. په اصل كښې د پښيمانۍ ذهنی انقلاب دغه حالت د اشرافو او درباری خلقو د ښځو له هماغه ناراضګۍ نه شروع شو كومې (ښځې) چې ډير په ناز او احترام سره نرمو بالختونو ته ډډې اچولې ناستې وې. دغه حطاب یې اوريدو. او په مجلس كښې د ناستو خلقو مختلفو رد عملونو او غبرګونونو چې د يو شمير اسيرانو او بنديانو د زړه د قوت ، اطمينان او عظمت ژړونكې نظاره یې ليدله ديو اور بسركی شكل اختيار كړ او په مزه مزه د هغه اور د متكبره يزيد د حكومت لمنې ته ورسيد.دغه خطاب او د دمشق په جماعت كښې د امام زين العابدين عليه السلام يو بل خطاب د كربلا د واقعې او له هغې نه د وروستو واقعاتود ذمه دارو عناصرو په خلاف د خلقو په ذهنونو كښې د يو اجتماعی او فكری انقلاب زمينه دا مينځته كړه ان تر دې چې يزيد له ډيرې ويرې مجبور شو چې د دغو واقعاتو ذمه واری د خپلو مامورانو په غاړه واچوی او د خپلو ناقابل تلافی جرايمو او ظلمونو لپاره د زړه ساتنې او معذرت كولو ديوې چارې په فكر كښې شی خو اوس غشې له ليندې وتلې ؤ. لكه څنګه چې پدې خطبه كښې ورته اشاره شوې ده د حق د لارې د دغو قربانی وركونكو نوم به هیڅ كله د بشريت دتاريخ له صفحونه ختم نشی او له ازادۍ او عدل و انصاف سره مينه لرونكی به یې تل عزت او احترام كوی لكه حكيم الامت علامه اقبال (رح) په يو ښكلی شعر كښې د امام حسېن (ع) عظيمه قربانی او د حضرت زېنب (ع) لخوا د دغه انقلاب پېغام خلكو ته رسونه په ښه ډول انځور كړی دی او وائی:

حديث عشق دو باب است كربلا و دمشق

يكـــی حسېن رقــم كرد دیګـــــری زېنب

يعنې د الهی عشق او معرفت د داستان دوه بابه دی چې يو باب سيد الشهداء امام حسېن (ع) په خپلو وينو سره د كربلا په مېدان كښې وليكۀ او بل باب د هغه مظلوم امام خور بی بی زېنب سلام الله عليها په خپلو سپېڅلو وېناګانو سره د دمشق په يزيدی دربار كښې د تاريخ په پاڼو كښې ثبت كړ

خوكاش چې دا په هر دور كښې د خلقو لپاره يو عبرت شی چې ووينې چې د ظلم و ستم ، دوكې، فريب ، د خلقو غافلولو او فانی او سطحی چارو لپاره تګ و دوو كولو عاقبت په دنيا او اخرت كښې څومره خراب او له مصيبتونو نه ډك دے .

كه د خداے د ګران رسول (ص) ګرانه او قدرمنه لور حضرت فاطمه زهرا (ع) د جنت د خاتون او مېرمن په نامه ياده شوې ده نو نمسۍ حضرت بی بی زېنب (ع) یې حمزه بابا (رح) په يو كلام كښې د قيامت د خاتون او مېرمن په نامه يادوی ځكه چې په ځينو روايتونو كښې راځی چې د قيامت په ورځ به دغه قدرمنه مېرمن د امام حسېن (ع) د قتل مقدمه د خداے پاك په عدالت كښې وړاندې كوی نو ځكه بابا د دغې پاكې بی بی په در كښې په دغې نامې يعنې د جنت د خاتون په نامې سره داسې فرياد كوی:

د خاتون قيامت حضرت زېنب كبری (ع) په حضور كښې

كۀ هر څو له خويه بويه ځناور يم

ولې ستاسو مدح خوان او ثناګر يم

اے خاتونې د جنت راته نظر كړه

اوس له ډېرې ناتوانۍ نه بې بصر يم

نۀ قرار او نۀ سكون او نۀ صحت شته

ستا له درنه يمه ستون خو در په در يم

د خاتونې د جنت د سترګو تورې

اسوېلے د انتظار يمه په پر يم

له دې يو دم سوزېدو نه مې بهر كړه

په محفل كښې مو بلېږمه اګر يم

اوس مشكل زما زما اسان كړه هم په تا شی

چې فدا دې له حېدره تر قنبر يم

صفت خوان دې له الله نه تر احمده

له احمده تر حېدره تر اصغر يم

د حسېن داغ چې دې وړے په زړۀ باندې

د هغۀ چراغ رڼا ته په نظر يم

دا بلا رانه شيره كړه قدرت دستې

زۀ حمزه د ژوندانۀ كډه په سر يم


دلته يوې مهمې خبرې ته اشاره كول ضروری ګڼم او هغه دا چې هم د يزيد په وخت كښې او هم د بنی اميه د نورو جابرو واكمنانو په دور كښې او څه په وروستو دورونو كښې تر ننه پورې ځينې مذهبی كسانو چې د وخت د جابرو او ظالمو او يزيد صفتو واكمنانو تالی سټی او د اسلام د دښمنانو د لاس آلې وې او دی دا كوشش كړے دے چې له دغه ستر ظلم نه يزيد بن معاويه بچ كړی نو ځينې عقائد یې په خلكو كښې خوارۀ كړل يعنې يو دا چې خېر او شر د خداے لخوا دے او چې يزيد څه وكړل دا هر څه خداے ته منظوره وه او په دې كښې يزيدبې قصوره دے يا دا چې دا ظلم خو يزيد نه ؤ كړے د هغۀ لښكريانو كړے ؤ نو يزيد بې ګناه دے او يا دا چې يزيد چې كله خبر شو نو ډېر خفه شو او خپلو قوماندانانو ته یې وويل چې ما خو درته داسې نه وو ويلی چې سر ترې پرې كړئ ما خو ويل چې بيعت ترې واخلئ او داسې نورې ډرامې ځينو د مذهب ټېكدارانو په عامو خلقو كښې مشهورې كړې او كوی یې دې لپاره چې د هر دور يزيد صفته ظالمان واكمنان له ظلمونو نه مبرا كړی خو كه د دوی دې تبليغاتو ته لږ هم فكر وشی نو حق او حقيقت څرګندیږی لكه دا خبره چې خېر او شر د خداے لخوا دے د قران مجيد او د رسول الله (ص) د حديثو په خلاف خبره ده او چرته هم په قران مجيد كښې شر له د خداے پاك له طرفه نه دے معرفی شوے بلكې بيا بيا فرمائی چې شر د انسان د خپلو نفسانی خواهشاتو او د شېطانانو چې په جناتو كښې هم شته او انسانانو كښې هم شته د وسوسو له خوا دے لكه د قران مجيد په اخېری سورت كښې دا خبره په واضحه توګه بيان شوې ده چې شر د چا لخوا دے؟ او خداے پاك ته په قران مجيد كښې د خېر نسبت وركړے شوے دے لكه چې فرمائی بِیَدِكَ الْخَیْرُ نه چې شر او حتی چې د يزيد او يزيد صفته واكمنانو د بچ كولو لپاره درباری ملايانو په خداے پاك پورې د شر خبره تړل په عوامو كښې د عقيدې په توګ مشهور كړل هسې هم كه يو انسان فكر وكړی نو دا خبره بې دليله ده كه داسې وې نو بيا به شر كوونكو ته هډو چا سزا نه وركوله نه به په دې دنيا عدالتونو كښې او په هغې دنيا كښې. خو شريرو خلقو ته سزا وركول د دې خبرې ثبوت دے چې دغه شر هغه كس خپله كړے دے نه چې د خداے پاك لخوا ؤ
همدا رنګ د ځينو دا پروپېګنډه چې دا كار خو د يزيد لښكريانو وكړ نو هغوی ذمه وار شول يزيد خو په خپل لاس نه دے كړے. خو زما په خيال چې دا خبره هم د مخكښې خبرې په شان ډېره كمزورې ده ځكه چې حكم خو د يزيد ؤ كنه كه څه هم د هغۀ د لښكريانو په لاس تر سره شو لكه په اوس زمانه كښې كه د امريكې، اسرائيلو يا نورو ظالمو واكمنانو فوځيان كه په يوې سيمه كښې ظلمونه او جنايتونه كوی نو مونږ ويلې شو چې هغه واكمنان له دغو جنايتونو نه مبرا دی؟
همدا رنګ د دغو درباری ملايانو دا خبره چې يزيد ډېر خفه شو چې ما خو تاسو ته دا نه وو ويلی چې سر یې پرې كړئ. نو كه داسې وې نو په تاريخ كښې چرته راغلی دی چې يزيد بن معاويه بيا ابن زياد، عمرسعد او شمر غوندې كسانو ته سزاګانې وركړې بلكې تاريخ خو ليكی چې هغوی ته یې نورې ترقۍ وركړې او تر ټولو غټ ثبوت خو په دربار كښې د امام حسېن (ع) له سر مبارك سره د هغۀ چلند او شعرونه او بيا له هر څه زيات د بی بی زېنب (ع) وېنا ده چې د يزيد څېره په ډاګه كوی.
په هر حال په هر دور كښې حق پرست خلك هم وی او حق پرستو شخصيتونو تل د داسې ډول كسانو خبرې رد كړی او هغوی ته یې سكوټ جواب وركړے دے لكه په يو دور كښې په پښتنو كښې د مغلو يزيد صفته باچايانو يو لاس پوسی ملا اخوندروېزه په پښتنو كښې د يزيد بن معاويه وكالت كوۀ او په هغۀ باندې د لعنت ويلو مخالفت به یې كوۀ چې بيا وروسته د پښتنو ستر سردار او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) له پښتنو څخه د اخون دروېزه د دې غلط او يزيدی فكر د ختمولو لپاره هرې تپې ته لاړ او پښتانۀ یې د يزيد له ظلم او بربريت او د خداے د ګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو (ع) له فضيلت، عظمت او مظلوميت څخه خبر كړل او په دې لاره كښې یې له بې لارې ملايانو سره ډېرې مناظرې هم وكړې او هغوی ته یې د قران مجيد او احاديثو په دلائلو سره هر څه ثابت كړل او په جار به یې حتی په شعر كښې هم ويل:
د امــــــت یــــــــې بــــــــرګـــــــــزين دی اثنــــــــا عشـــــر
پــه بـــــزرګــــــۍ كښې د همــــــه جهــــان مخـــــدوم دی
پــــــه يزیـــــد بـــــاندې لـــعنت شـــــه پـــــه اعـــــوان یې
چــــــې پــــــــــه تېغ یـــــــې د نبــــی نمسی مظـــــلوم دی
د خـــــــوشحال خټك دې حشر لــــــه هـــــغـــــو شـــــی
چـــې دوستدار د پنجتن پاك چهارده معصوم دی
او حمزه بابا (رح) هم وائی:
یـــزيده اوس به د راحت دروېزه ګر یې مـــــدام
ډېرو ســـــاداتـــو ستا له ظلمه در پـــــه در وژړل
د سكينې د تنــــدې اور پــــاتے شو بـــــل هغسې
مشك د عباس په هزار سترګو په در در اوژړل
يا غنی خان (رح) وائی:
هغه وخت يزيد ؤ يو اوس په خو په زرګونو دی
هــغه يو كــوترے شمــر اوس پــه قطـــارونــودی
يا دا چې:
دوست د يزيد ښه نه دے شهيد د كربلا ښه دے
او دا سلسله په پښتنو كښې دغسې روانه ده د پښتو په شاعرانو او اديبانو كښې چې اكثر د يوې ټولنې حق پرست خلق وی به داسې چرته خال خال كس وی چې د امام حسېن (ع) وصف او د يزيد بد یې نه وی بيان كړی او څه موده مخكښې خو په هغه سوات كښې چې په يوه زمانه كښې د اخون دروېزه غوندې يزيدی فكر مركز ؤ يوه لويه طرحی مشاعره شوې وه چې طرح یې وه:
(( يزيد د تشدد سنګر حسېن د امن كور دے ))
نن د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې خلك د بېدارۍ او حق او حقيقت ته د راګرځېدو په حال كښې دی او هر سړے د يوې خبرې دليل او ثبوت غواړی او په زبانی قيصو او پروپېګنډو باندې يقين نه كوی.نو د هغې ورځې په هيله چې حق يعنې د اسلام سپېڅلې دين په خپل اصل حالت كښې په ټوله نړۍ كښې وځلیږی او باطل په هر شكل كښې له نړۍ نه ختم شی.
captcha