IQNA

داسلامی انقلاب ستر مشر ملی عزت ،ديوه سولوړی ټولنې دحقيقی حيات نښه او د پرديو په مقابل كې د مقاومت يو

9:11 - May 13, 2009
د خبر لمبر: 1777705
حضرت آيت ا... خامنه ای نن د ايران د كردستان ولايت د خلكوپه ستر ټول كې دد ې ولايت دخلكو د د ولوله ناكه هركلی په قدرونې او د ملی عزت دساتلو پر اهميت په ټينګار سره زياته كړه ،نن دايران خلك په خپل ايرانی او مسلمان اوسيدو وياړی او دنړۍ قدرتمندان هم اعتراف كوی چې دهغوی ګواښونه د ايران په قدرتمن عزت او په اسلامی قدرتمن نظام هیڅ اغيز نلری .
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش، هغوی په ايران كې د ملی يوالی دګډوډونكی عناصر ، ددښمن آګاه او نا پوه عوامل وبلل او ټينګار یې وكړ ،هر څوك چې له شعيه اوسنی دپلوی توپ په شمول د مذهبی پلمو داغی كړی ،څه سنی وی او كه شعيه،د دښمنانو او د اسلام د دښمنانو نوكر دی .
هغوی دسيمې په ځينو هيوادونو كې د وها بی او سلفی عناصرو ترهه ګرو اقداماتو ته په اشارې سره جوته كړه،د سلفی او وهابی جماعت په نظر ،شيعييان او اهل بيتو دوستان اهل سنت ، دنړۍ په هرې سيمې كې كافران دی ،خو په حقيقت كې ددې سپيره فكر پيرو ان ،دمسلمانو ورونو تر منځ د اختلاف درامنځته كول مامورين د ی
هغوی زياته كړه،كه يو شعييه هم دنادانۍ له كبله د اهل سنتود سپیڅلتياوو سپكاوی كوی ود ا ختلاف درامنځته كيدو مامور دی او په هر حال ددواړو چلند شرعی حرام او دقا نون په خلاف دی .
حضرت آيت ا.... العظمی خامنه ای همداراز ،د سترو سرشيندنو ، كلتور او ايمان د ټاټوبی په توګه د كردستان په بللو سره ،څرګنده كړه،ددې سيمې د خلكو مجاهدتونه چې په هوښيارۍ سره یې داسلامی نقلاب په لومړنيو كلونو كې د دښمنانو دسيسه وپيژندله او په میړانه یې په مقابل كې مقاومت وكړ،د ايران د ملت هير به نشی .
هغوی دقومونو ډول ډول والی ته داسلامی نظام نظر ،داسلام له متنه رامنځته شوی نظر وباله او زياته یې كړه،دقومونو ډول ډول والی ،يو ستر فرصت دی چې دا يران دملت اجزاوې،په سمې ملګرتيا او سوله ايز ژوند او بشپړ يووا لی سره وكړای شی چې په بيلابيلو استعدادونو او وړتياوو سره يو بل بشپړ كړی .
هغوی دخپلو خبرو په پای كې ټينګار وكړ،د ايران ملت او مسولين ،داسلام واكمنی ، دخپل اصلی هدف ګرځولی او تر آخره ولاړ دی او هیڅ قدرت او دباو نشی كولی چې دمسولينوپر ارا ده چې دملت پر ارادې ولاړه ده،اغيز وشيندی .
404219
captcha