د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... العظماسيد علی خامنه يی نن په تهران كې د اسلامی انقلاب دخدای بښلی مشر ،شلم تلين ته د تياری نيونكی مركز :له غړو سره په ليدنه كې ارواښاد امام د اسلام سمبول او د ملی يووالی ،عزت او خپلواكۍ راز وباله. اوټينګار یې وكړ چې د ارواښاد امام د وفات ۲۰ كلونه تېرېږی خود ايران او اسلامی نړۍملتونه لا هم امام خمينی د اسلام سمبول بولی او له دغه حقيقته انكار نشی كېدلای.
د رهبرۍ ستر مقام ډاګيزه كړه چې امام خمينی د ختیځ او لوېدیځ د تش په نوم روڼ اندۍ او مفاهيمو په اړه هیڅ زړه نازړه نه شو او سوچه اسلام یې پرېكنده بيان او پر هغه یې وياړل.او د ټولې اسلامی نړۍ روڼ اندی او ملتونه هم په دغه لامل د هغه له ستر شخصيت سره مينه لری.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... العظماسيد علی خامنه يی په ايرانی ملت كې د سپكاوی احساس د القاكولو لپاره د دښمنانو سل كلنو هڅو ته په اشارې سره زياته كړه چې امام خمينی ايرانيان د نړيوالو زوروهونكو قدرتونو په مقابل كې ودرول او په وياړلی او سرلوړی ملت یې بدل كړل.
د رهبرۍ ستر مقام د امام خمينی د نظریې پر شاوخوا د ايران دمختلفوقومونو،د ډول ډول مذهبونو د پيروانو او سياسی ګوندونو او بهيرونو ټوليدل د هغه ارواښاد، د وحدت بښونكی ظرفيت ځلا وبلله.
داسلامی انقلاب ستر لارښود د شيعه اوسنی په ګډون مختلف قومونه ،او سياسی او ټولنيز بهيرونه او ګوندنه ،د امام خمينی د درانه ميراث په توګه د ملی يووالی پياوړتيا او ساتلو ته وبلل او ټينګار یې وكړ چې د ټولټاكنو په ګډون بايد په ټولو مسلو كې پر اساسی قانونواو نورو بنسټونو تكيا وشی.اود يوبل اصولو او بنسټونوته په پام سره بايد اجازه ورنكړو چې ځينې طبيعی نظری اختلافونه د ملی يووالی داغی كېدا ته لار برابره كړی
414663