د پاكستان د ميرپور خاص د جمعې امام حجت الاسلام والمسلمين «مولانا عابد رضا عرفانی» چې د امام خمينی د كتابونو ژباړونكی هم دی د ايران قرانی خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: اهلبتيو سره مينه د هغه يو بل خصوصيت و چې دا عشق په دې حد كښې و چې انسان به یې حيرانوه او په حقيقت كښې د امام خمينی ټولې ګټې په خدای باندې د پوخ ايمان او اهلبيتو او قران سره د توسل نتيجه وه.
هغه د امام خمينی جهاد ته په پام وويل: د 1357كال د بهمن د مياشتې په 19 نیټه هوايی فوځيانو د امام خمينی په استوګنځای (مـدرسه علـوى تهران) كښې له امام سره بيعت وكړ. د امريكې او شوروی سفارتونو له شاه څخه د پاتی شويو ساواكيانو په وسيله ، د كميونيسټی ټولنو په وسيله او د مجاهدين خلق (منافقينو) په وسيله د اسلامی انقلاب په خلاف زيان رسوونكی حركتونه شورو كړی وو. تيروريسټی ټولنه چې د فرقان په نامه ياديده هغوی د اسلامی شوری غړې او يو لوی پوهاند علامه مرتضی مطهری په 12/2/58 شهيد كړ او آيه الله قاضـى طباطبایى یې په 10/ 8/58 او حاج مهدى عراقـى او د هغه زوې یې په 4/6/58 شهيدان كړل او د ښاغلی هاشمی رفسنجانی او موسوی اردبيلی په ويشتو كښې ناكام شول.
416483