IQNA

د سيمې د كړكيچونو د حل كولو لپاره دې بايد اسلامی هيوادونه خپل رول ادا كړی: علامه فضل الله

20:12 - November 20, 2009
د خبر لمبر: 1851397
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان ستر عالم ښاغلی علامه فضل الله د اسلامی نړۍ د اوسنيو حالاتو ته په نظر سره له اسلامی هيودونو غوښتنه كړې ده چې په ځينې اسلامی هيوادونو كې د جنګ اوور ختمولو او اوسنی كړكيچونو ختمولو لپاره دې عملی اقدامات وكړی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څإنګی د يو راپور پر اساس، علامه فضل الله ويلی دی چې شام، تركی او ايران چې د اسلامی كانفرنس فعال او تيز غړی دی، ته پكار دی چې په اسلامی نړۍ كې راپيدا شوی د سختو كړكيچونو د حل كولو لپاره دې سياسی قدمونه اوچت كړی ځكه چې دا كړكيچونه ټولی اسلامی نړۍ لپاره خطرناك دی.
هغه زياته كړه چې اسلامی هيوادونه دې د سيمې په اسلامی هيودونو كې د جنګ بل اوور بايد خاموش كړی او دې لپاره دې عملی قدمونه واخلی او دا كار يواځې د اسلامی كانفرنس د غړيو په همكارۍ سره ممكنه ده

د لبنان ستر عالم ښاغلی علامه فضل الله وويل چې زمونږ نظريه ده اسلامی كانفرنس د اسلامی نړۍ مسايل او د عربو مسايل بيا په تيره د يمن د شيعه و د (صعدی) مشكلات او ستونزو د حل كولو لپاره عملی قدمونه واخلی او بهرنيو ادارو ته په دې كې د لاسوهنی موقع ورنه كړی شی .

493814
captcha